هنر، ادبیات او افغاني کلتور – شاعري، موسیقي او فرهنګي پیښې

کابل کې د کتاب رسونه؛ ځوان لیکوال د کاروبار لپاره د خپلې مېرمنې سره زر پلورلي

کابل کې د کتاب رسونه؛ ځوان لیکوال نصرت ارمان وایي، د خپلې مېرمنې سره زر یې پلورلي او د کورونو او کارځایونو تر دروازو د کتابونو رسولو کاروبار یې پیل کړی.

ځوان کیسه‌لیکوال نصرت ارمان د کتابونو د رسولو کاروبار پیل کړی او وایي، د دې کار لپاره یې د خپلې مېرمنې سره زر پلورلي دي.

ارمان وایي، کابل کې د کتاب رسونه یې د هغو لوستونکو لپاره پیل کړې چې کتاب‌پلورنځیو ته د تګ لپاره کافي وخت نه لري یا ترې لرې اوسېږي.

د هغه په وینا، خلک ورته د خپلې خوښې کتابونو نومونه ورکوي او دی هڅه کوي په لږ لګښت یې په هماغه ورځ د هغوی کورونو یا کارځایونو ته ورسوي.

کابل کې د کتاب رسونه؛ کاروبار څنګه پیل شو؟

ارمان پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د نوي کاروبار په پیل کې یې مېرمنې ورسره مالي مرسته کړې ده.

3558a28a 4f4c 4a39 8423 0e645b516475 768x1024 1

د هغه په وینا، مېرمنې یې خپله چله، ګوتمۍ او غوږوالۍ ورکړې، څو وپلورل شي او له ترلاسه شویو پیسو څخه د ورځني ژوند د اړتیاوو ترڅنګ د نوي کار د پیل لپاره استفاده وشي.

ارمان ویلي، هڅه کوي د خپلې مېرمنې د ملاتړ حق ادا کړي او هغې ته وښيي چې پر ده یې باور پر ځای و.

نوموړی وایي، د کتابونو له نړۍ سره یې اړیکه نوې نه ده او شاوخوا دوه لسیزې یې د کتابونو په پلور، لوست، ټایپ او لیکوالۍ کې تېرې کړې دي.

«خلک کتاب نه لولي»؛ ارمان ورسره موافق نه دی

ارمان وایي، ځینو کسانو ورته ویلي چې په افغانستان کې خلک کتابونه نه لولي او ښايي نوی کاروبار یې اقتصادي بریا ونه لري.

خو نوموړی له دې نظر سره موافق نه دی. د هغه په خبره، لا هم د کتابونو لپاره بازار او لوستونکي شته، خو د مطالعې د دودولو لپاره باید د خلکو شوق او لېوالتیا زیاته شي. کابل کې د کتاب رسونه

8ece2f3ecd14d939c734b2bfcc1d463be5ce10e5 1320x1716 1

هغه د بېلګې په توګه وایي، د لنډو کیسو وروستی کتاب یې له خپرېدو لس ورځې وروسته په کتاب‌پلورنځیو کې ختم شوی و.

ارمان هیله لري چې کابل کې د کتاب رسونه به له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې له کتاب سره مینه لري، خو د وخت او واټن له امله کتاب‌پلورنځیو ته نه شي تللی.

نوموړی غواړي د کتابونو د لوستونکو او ملاتړو کړۍ پراخه کړي او د کورونو او کارځایونو تر دروازو پورې د کتابونو په رسولو سره مطالعه اسانه کړي.

هغه پر خپلې هڅې باور څرګند کړی او ویلي یې دي چې په اسانۍ به له خپل نوي کار څخه لاس وانخلي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button