ټکنالوجي

کارپوهان وايي مصنوعي زیرکتیا کیدای شي د ۸۰ سلنه دندو ځای ونیسي

کارپوهان وايي چې مصنوعي زیرکتیا کیدای شي په راتلونکو څو کلونو کې د ۸۰ سلنه انساني استخدام ځای ناستی شي

خو اصلي پوښتنه دا ده چې منصوعي زیرکتیا د انسان په څیر له فکري وړتیاو څخه څومره واټن لري.

امریکایي ساينس پوه او مشهور څیړونکی بین ګورتسل ته د آرټیفیشل انټیلجنس یا مصنوعي زیرکتیا په برخه کې د نابغه په سترګه کتل کیږي. هغه وایي چې په راتلونکو څو کلونو کې به مصنوعي زیرکتیا د ۸۰ سلنه انسانانو د دندو یا استخدامیدو ځای ونیسي.

 کلن بین ګورتسل د «سینګولیرټي نیټ» په نوم کمپنۍ مشر او شریک بنسټ ايښودونکی هم دی

دا یوه داسې څیړونکې ډله ده چې د انسان فکري وړتیاوو ته د ورته مصنوعي زیرکتیا رامنځته کولو له پاره زیار باسي.

بین ګورتسل له فرانسې خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې هغه هڅې غندلي دي چې په دې وروستیو کې د مصنوعي زیرکتیا د مخنیوي له پاره ترسره کیږي.

نور ولولئ: CHATGPT څه شی دی او څنګه کار کوي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې چې څومره ژر مصنوعي زیرکتیا کولی شي د انسان په څیر د فکر یا پوهیدلو صلاحیت ترلاسه کړي بین ګورتسل وویل: “که مونږ غواړو چې ماشینونه دې لکه د انسانانو په څیر فکر وکړي او د پوهیدلو وړتیا دې ولري چې هوښیاره وي او له نامعلوم وضعیت سره د مخامخ کیدو په صورت کې داسې چټک غبرګون وښودلی شي لکه څومره زر چې انسان یې ښيې، نو دا باید د خپل روزل کیدو او پروګرامنګ نه د لا زیات مسایلو د حلولو وړتیا ولري. مونږ تراوسه پورې هغه ځای ته نه یو رسیدلي، خو زه باور لرم چې مونږ به دغه سفر د څو لسیزو پر ځای یوازې په څو کلونو کې ترسره کړو.”

نور ولولئ: د انسان نسل ته سیالي ده؟ CHATGPT

په دې وروستیو کې د «چیټ جي پي ټي» په شان د مصنوعي زیرکتیا پروګرامونه جوړ شوي دي

یو شمېر انتقاد کوونکي پر دې برخې یا څانګې لږ تر لږه د شپږو میاشتو د بندیز لګول کیدو غوښتنه کوي. خو بین ګورتسل وایي چې دا ډول هیڅ بندیز ته اړتیا نشته.

هغه وویل: “دا ډیر په زړه پوری ای آی سیستمونه دي، خو دا د انسان په څیر فکري زکاوت نه لري. دا د پيچلو او څو اړخیزو دلایلو ورکولو وړتیا نه لري. دا سیستم ورته د ښودل شوو معلوماتو یا ډیټا له دایرې څخه دباندې نوي شیان نه شي رامنځته کولی.”

نور ولولئ: سپینه ماڼۍ ويلي د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ

په راتلونکي کې د انسانانو د دندو په هکله ګورتسل وویل چې په اصل کې د مصنوعي زکاوت یا زیرکتیا له اړخه د انسانانو کار یا دندو ته کوم لوی خطر نه دی متوجه: “ځکه په اصل کې خو دومره خلک نشته چې د نرسانو او یا د هغوي د مرستیالانو په توګه کار کول غواړي.”

د ګورتسل هدف دا دی چې په دې برخه کې د بشري قوې کمښت لادمخه موجود دی. نوموړي زیاته کړه چې د کور په کارونو او تعلیمي برخو کې به د روبوټونو استعمالول اغیزمن وي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button