کاسا-۱۰۰۰ پروژه؛ افغانستان د پاتې چارو لپاره د اضافي مالي سرچینو غوښتنه وکړه

کاسا-۱۰۰۰ پروژه؛ افغان پلاوي په بشکیک کې د پروژې د پاتې چارو د ژر بشپړېدو او اضافي مالي سرچینو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، افغان پلاوي په قرغزستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د ګډې کاري ډلې او بینالحکومتي شورا په غونډو کې د پاتې چارو د ژر بشپړېدو او اضافي مالي سرچینو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دغه غونډې د اکتوبر له اوومې تر نهمې د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې ترسره شوې.
په غونډو کې د پروژې د غړو هېوادونو، نړیوال بانک او نورو تمویلکوونکو بنسټونو استازو ګډون کړی و.
کاسا-۱۰۰۰ پروژه؛ په بشکیک غونډه کې پر څه بحث وشو؟
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالحق همکار د افغان پلاوي مشري کوله. نوموړي د پروژې د پاتې چارو پر چټک بشپړېدو ټینګار کړی دی.
په غونډو کې د رغنیزو چارو د پرمختګ، د مخابراتي سیسټمونو او تکرار دستګاوو د نصب او بشپړېدو په اړه خبرې شوې دي.
ګډونوالو دغه راز د پروژې د عملیاتي چمتووالي، څارنې، فعالیت او تر بشپړېدو وروسته د ګټې اخیستنې د مسوولیتونو پر څرنګوالي هم بحث کړی دی.
افغان پلاوي ویلي، د پاتې کارونو د بشپړولو لپاره اضافي مالي سرچینو ته اړتیا شته او له نړیوال بانک او نورو اړوندو بنسټونو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
نړیوال بانک د مالي اړتیاوو د ارزونې ډاډ ورکړی
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د نړیوال بانک استازو د افغان پلاوي د غوښتنې په ځواب کې د اړتیا وړ اضافي مالي سرچینو د برابرولو د امکاناتو د ارزونې ډاډ ورکړی دی.
خو تر اوسه د اضافي بودجې اندازه او د هغې د منظورېدو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې.
کاسا-۱۰۰۰ پروژه یوه سیمهییزه انرژۍ پروژه ده چې موخه یې د قرغزستان او تاجکستان اضافي برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول دي.
د پروژې بشپړېدل افغانستان ته هم د برېښنا د لېږد او سیمهییزې انرژۍ سوداګرۍ له پلوه اهمیت لري. د افغانستان د برخې چارې له څو کلن ځنډ وروسته بیا پیل شوې، خو د بشپړېدو لپاره یې لا هم یو شمېر تخنیکي او مالي کارونه پاتې دي.
د بشکیک په غونډو کې د دغو پاتې چارو د بشپړېدو ترڅنګ د پروژې د راتلونکي فعالیت او د غړو هېوادونو ترمنځ د مسوولیتونو پر وېش هم خبرې شوې دي.



