نړیوال خبرونه

کاناډا د افغان کډوالو لپاره ځانګړی شوی پرړګرام تړي.

په دغه هېواد کې د ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکو د منلو پروګرام

کاناډا دولت دې هېواد کې د ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکو د منلو خپل پروګرام تړي. د کاناډا د کډوالو چارو وزرات ویلي، تر اوسه یې د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي او د دوی پروګرام د نورو کسانو د منلو او کاناډا ته د استولو توان نه لري.

۴۰ زره افغانان به کاناډا ته واستول شي

د کډوالو د حقونو ملاتړو ویلي، دې پرېکړې، افغان کډوال چې غواړي نورو هېوادونو ته لاړ شي، ناهیلي کړي او دوی یې لا ډېر خطر سره مخامخ کړي دي. دا پروګرام د طالبانو له بیا واک ته رسېدو څو اونۍ وړاندې اعلان شوی وو او د کاناډا لومړي وزیر جستین ټروډو ویلي وو چې د دې پروګرام له لارې به ۴۰ زره افغانان کاناډا ته لېږدول کېږي. خو اوس د دغه هېواد د کډوالو چارو وزارت ویلي نور هغه غوښتنلیکونه نه شي منلی چې د دغه هېواد دفاع وزارت یې ورسپاري.

نور یی ولوله | متحده عربي امارتو متحده ایالاتو او هند ګډه ناسته جوړه کړه

نور یی ولوله | د باندنیو چارو وزارت: اسلامي امارت نړیوالې ټولنې سره اړیکو کې پرمختګ کړی

که څه هم د کډوالو د دې ځانګړې پروګرام انټرنېټي پاڼه فعاله ده، خو د کاناډا د کډوالۍ د چارو وزارت یوه ویاند ویلي دا پروګرام د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري. د افغان میرمنو لپاره د کاناډا د مرستندویه بنسټ اجرایوي مشره لورین اوتس وايي، هغه کسان چې افغانستان کې یې له کاناډایانو سره کار کړی او افغانستان کې پاتې دي له ډېرو خطرونو سره مخامخ دي.

دا وايي دوی له بېلابېلو لارو هڅه کړې، د نورو حکومتونو او سفارتونو دروازې یې ټکولې او د نورو پروګرامونو له لارې یې هڅه کړې چې له افغانستانه ووځي، خو آن نه شي کولی ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي. دوی هلته ایسار دي او له خطر سره مخامخ دي. مخکې د کاناډا لومړي وزیر جستین ټروډو ویلي وو چې د دې پروګرام له لارې به ۴۰ زره افغانان کاناډا ته لېږدول کېږي. نوموړې د کاناډا له حکومته غواړي چې د افغانانو لپاره دا ځانګړی پروګرام د یوه بل کال لپاره هم وغځوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button