نړیوال خبرونه

کرونا ویروس؛ازبکستان خپل سرحد افغانستان سره يو څه مودې لپاره وتړه

د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د حیرتان د سرحد مسؤلین وايي چې ازبکستان د کرونا ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې د تیرې شپې راهیسې (کب ۱۱مه) دا سرحد د دواړو هیواد ونو ترمنځ د تګ راتګ پرمخ تړلی دی.

د حیرتان د سرحد کمیسار نور الدین روفي نن د دوشنبې په ورځ (کب ۱۲ مه اشنا رسنیوته وویل چې د ازبکستان سرحدي ساتوونکو تیره شپه دا سرحد په موقت ډول وتړه چې له امله د ځمکې له لارې د دواړو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ ځنډیدلی دي.

هغه وویل چې ازبکستان خپل سرحد د کرونا د ناروغۍ د ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله تړلی دی.

حیرتان کې سیمه ییز اوسیدونکي وايي چې د سرحد د بندیدو وروسته په سلګونو باروړونکي وسایط په دغه بندر کې بند پاتې دي او د سرحد پرانیستلو ته انتظار وباسي.

افغانستان د بلخ ولایت د حیرتان له لارې ازبکستان سره په رسمي ډول تګ راتګ کوي.

د دوستۍ په نوم پل چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د شتون پر مهال جوړ شوی دواړه هیوادونه د ځمکې له لارې یو بل سره نښلوي.

د حیرتان بندر د چارواکو د وینا له مخې په اوسط ډول په میاشت کې شاوخوا لس زره مسافر تګ راتګ کوي.

د ازبکستان له خوا افغانستان سره د سرحد د تړلو وړاندې ترکمنستان هم تیره اونۍ افغانستان سره خپل سرحد د هرات په ولایت کې تړلی دی.

تراوسه یوازې د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا د ویروس یوه مثبته پیښه ثبت شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” وايي چې د یکشنبې د ورځې (کب۱۱مه) په هرات کې د یوې مثبتې پیښې پرته بله پیښه نه ده ثبت شوې. ” اوچا” د معلوماتو له مخې تراوسه ۵۵ مشکوکې پیښې ثبت شوي چې د ۳۸ پیښو لابراتواري نتیجې منفي ختلي او ۱۷ نورو نتیجې به د لابراتواري معاینو وروسته څرګندې شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button