کرونا ویروس:افغانستان کې ۶۲۳ نوې پېښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ مطبوعاتو ته په خبرو کې وویل چې په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو ۶۲۳ کسان په کورونا اخته شوي او ۱۱له دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.کرونا ویروس لا هم افغانستان کې شتون لري او ښايي دغه ناروغي تر ډیره وخته پورې دوام وکړي.
هیواد کې تر اوسه ۱۳ زره شپږ سوه ۵۹ کسان په کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي. د روغتیا وزارت چارواکي وايي، پرون یې په بېلا بېلو ولایتونو کې ۹۸۷ مشکوک کسان معاینه کړي چې پکې ۶۲۳ په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي.
پلازمېنه کابل کې ۲۷۱، هرات کې ۱۷۹ ننګرهار ۶۷، بلخ کې ۲۳ ،لغمان کې ۱۳، بدخشان او پروان کې ۱۰ـ۱۰، پکتیکا او بامیان کې۹-۹، پکتیا کې ۷، خوست کې ۱۸، لوګر کې ۳، تخار کې ۲، کونړ او دایکندي کې یو یو کس په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
یاد وزارت وایي، په ورته مهال له دې وېروس ۱۱ کسان مړه شوي او دې سره له کورونا د مړو کسانو شمېر ۲۴۶ کسانو ته ورسېد. په دې وروستیو کې د ننګرهار ځینې اوسېدونکو خواله رسنیو کې د داسې ناروغۍ خبره وکړه چې ځینې یې کورونا او نور یې محرقه بولي.
د افغانستا د عامې روغتیا وزارت د دې مسلې ارزولو ته پلاوی واستاوه. پرون دغه پلاوي وویل، په دې ولایت کې په محرقې اخته کسان کورونا وېروس نیولي دي. د پکتیکا، هلمند او کندهار په ګدون ځینې نورو ولایتونو کې هم د ورته ناروغۍ خبره کېږي.
د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح پرون په خبري غونډه کې وویل، که څوک فکر کوي چې تره ټکه یې ده، بیا دې هم ځان له خلکو ګوښه کړي.او احتیات دې وکړي که احتیات ېې ونکړ نو افغانستان به غټې فاجعې سره مخ کړي
دیادونې وړ ده چې که هیوادوالو احتیات ونکړ او کرونا ېې جدي ونه نیوه نو د دغې ناروغۍ له امله به ډیر زیانونه وګورو افغانستان بې وزله او غریب هیواد دۍ باید اوسمهال پکې سخت احتیات نه کار واخیستل شي دا هم باید یاده کړو چې زموږ هیواد له دې وړاندې هم د امنیت او نورو ستونزو سره مخ دۍ .