لوبې

کرکټ بورډ د نولس کلنو نړیوال جام ته پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه

کرکټ بورډ د نولس کلنو کم عمره ځواناتو د نړیوال جام سیالیو لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه. د کرکت بورډ د راپور پر اساس، په اسیا جام کې له ګډون وروسته د نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې وروستی ۱۵ کسیز نوملړ:

په دې پنځلس کسیزه لوبډله کې سلمان ساپي، الله نور، بلال سعیدی، اعجاز احمدزی، اسحاق محمدي، نور احمد، بلال ترین، عبدالهادي، اظهار الحق نوید، خیبر ولي، شاهد حسني، ننګیالی خروټی، بلال سمیع، فیصل احمدزی او نوید ځدراڼ.

نور یی ولوله | میچل سټارک کابو شپږ کال وروسته یو ځل په آی پي اېل کې د لوبېدو اراده لري

د افغانستان له نولس کلنو د کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه پیلېږي، چې افغان به پخپل ګروپ کې له پاپو نیوګیني، پاکستان او زمبابوې سره ولوبېږي.

د نوي مهالویش له مخې به افغان لوبډله د جنورۍ په ۱۸مه له پاپو نیوګیني، په ۲۰مه نېټه له پاکستان او په ۲۲مه له زمبابوې سره لوبې کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button