سپورټ

کرکټ لوبه څه باندې یوه پېړۍ وروسته اولمپيکي سیالیو کې ومنل شوه

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ، څه باندې یوه پېړۍ وروسته د اولمپیکي سیالیو نړیوالې کمېټې کرکټ د ۲۰۲۸ کال اولمپیکي سیالیو کې شامل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا نن(پنجشنبه، د جولای ۱۷مه) اعلان وکړ، څه باندې یوه پېړۍ وروسته د اولمپیکي سیالیو نړیوالې کمېټې کرکټ د ۲۰۲۸ کال اولمپیکي سیالیو کې شامل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا زیاته کړې، د ۲۰۲۸ نړیوالو اولمپيکي سیالیو کې کرکټ په شل اوریزه بڼه ترسره کیږي، چې په دې پړاو کې به ۶ د نارینه‌وو او ۶ د ښځینه‌وو لوبډلې ولوبیږي.

د یادونې وړ ده، چې ۱۲۸ کاله وړاندې کرکټ د پاریس اولمپیکي سیالیو کې د یوې لوبې په توګه ترسره شوی و.

باید وویل شي چې کرکټ وروستی ځل د پاریس په اولمپیک کې شامل شو، کله چې یوې بریتانوۍ لوبډلې یوې فرانسې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

همدارنګه په اولمپیک کې د کرکټ شاملول کولی شي د سویلي اسیا مالي بازارونه او د پاکستان او هند په څېر هېوادونو څخه د لوبې مینه‌وال راجلب کړي.

د ۲۰۲۸ المپیک سیالیو کوربه د امریکا لاس‌انجلس ښار دی.

د نړیوالې اولمپیک کمیټې اجرایوي بورډ د روان کال د مارچ ۹مه د لاس انجلس د شل اوریزو کرکټ، بیسبال/سافټبال، سکواش، بیرغ فوټبال او لاکروس لپاره د تنظیم کونکو وړاندیز ومانه.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button