سپورټد سپورټ تازه خبرونه – کرکټ، فوټبال او نړیوال سیالۍ

کرکټ کې د افغانستان ماته؛ هند لومړۍ لوبه وګټله

کرکټ کې د افغانستان ماته هغه مهال ثبت شوه چې هند د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.

افغانستان د پچې له بایللو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې. هند ورکړل شوی هدف په ۱۴ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

عظمت الله عمرزي نیمه سلیزه ووهله

عظمت الله عمرزي د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ۶۴ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. دا په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د هغه دویمه نیمه سلیزه ده.

محمد نبي هم ۳۳ منډې جوړې کړې، خو صدیق‌الله اتل ۱۳، ابراهیم ځدراڼ ۱۱ او مجیب‌الرحمن ۹ منډې وکړې.

د هند په توپ اچونه کې ارشدیپ سېنګ درې افغان لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې جسپریت بومرا، اکشر پټېل او ورون چکرورتي یوه ـ یوه وېکټه واخیسته.

کرکټ کې د افغانستان ماته، ابیشیک شرما هند بریا ته ورساوه

هند د هدف په تعقیب کې چټکه لوبه وکړه او ابیشیک شرما ۸۲ منډې جوړې کړې. ایشان کېشن ۴۲، سنجو سمسن ۱۰، شرییاس ایر ۸ او تلک ورما درې منډې وکړې.

د افغانستان لپاره محمد نبي دوه او عظمت الله عمرزي یوه وېکټه واخیسته، خو د هند د چټکې توپ وهنې مخه یې ونه شوای نیولی.

د درې لوبو لړۍ

کرکټ کې د افغانستان ماته د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې د هند د اوو وېکټو بریا په معنا ده. د افغانستان او هند ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو دا لړۍ د افغانستان په کوربه‌توب په ډیلي کې ترسره کېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button