کریم صادق چې بیا یې نړیوالو سیالیو ته ځان چمتو کاوه، د کرکټ بورډ له خوا روزونکی وټاکل شو
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپوهونکی کریم صادق د افغانستان کرکټ بورډ له خوا روزونکی ټاکل شوی دی، چې نن ورسره په همدې برخه کې قرارداد هم ترسره شوی دی. کریم صادق چې څه موده وړاندې یې د کرکټ څخه د استعفا ورکولو اعلان کړی و، خو بیا یې استعفا ورنکړه او څه وخت مخکې یې یو ځل بیا اعلان وکړ، چې تمرینات یې پیل کړي دي او غواړي چې بیا نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
اوس د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې: ((افغانستان کرکټ بورډ، د ملي لوبډلې پخواني پیلیز چټک توپوهونکي ښاغلي کریم صادق ته د روزونکي قرارداد ورکړ چې ورسره به نوموړی له دې وروسته د روزنې په ډګر کې خپل مسوولیت ترسره کړي. ښاغلي صادق د کرکټ د روزنې په ډګر کې تر لېول ۲ یا دویمې کچې پورې زده کړې ترلاسه کړې چې ورسره به د روزنې په برخه کې د کرکټ ځوان لوبغاړي د نوموړي له روزنې برخمن شي.))
نور یی ولوله | لاهور قلندرز لوبډله د پاکستان سوپر لیګ اتله شوه
په دغه خبرپاڼه کې همدا راز زیاته شوې ده: ((د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي میرویس اشرف، ښاغلی صادق د خپل وخت یو تکړه او مجرب لوبغاړی وباله او په وینا یې، خوښ دی چې ښاغلی کریم صادق له ادارې سره د روزونکي په توګه دنده پیلوي چې د لوبغاړو د روزونې په ډګر کې به ترې غوره روزنه واخیستل شي او د نوموړي روزونه به ډېره مثبته پایله ولري.))
د کریم صادق له قوله لیکل شوي، چې هغه د کرکټ بورډ له مشرتابه مننه وکړه او وې ویل: ((کرکټ رښتیا هم همېشه خپل ټول هېوادوال خوشحاله ساتلي او زه به تر خپله وسه هڅه او کوښښ کوم چې ډېر استعدادونه وروزم، ځکه دا زموږ ملي مسوولیت او وجیبه ده او ان شاءالله په ډېر اخلاص سره به خپل مسوولیت پر مخ وړم.))