کرېکټ؛ افغان ابدالیانو ټېسټ لوبه کې ایرلنډ ته ستره ماته ورکړه

اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله له خپلې سیالې ایرلنډ لوبډلې څخه یوازینۍ څلور ورځنۍ لوبه کې د ۱۹۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
د افغانستان الف لوبډلې د ایرلنډ الف لوبډلې ته نن(پنجشنبه، د اپرېل ۱۰مه) په یوازینۍ څلور ورځنۍ سیالۍ کې د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغان ابدالیانو او ایرلنډ الف لوبډلو ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټلوبه تېره(دوشنبه، د اپرېل ۷مه) پیل شوې، د افغان لوبډلې لوبډلمشر درویش رسولي پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
افغان لوبډلې په یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبه کې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پرمټ ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې وې چې په ځواب کې یې سیالې ایرلنډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دویمه پاڼۍ کې یوازې ۱۰۹ مندې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپیر یې دغه لوبه افغان لوبډلې ته بایلوده.
باید وویل شي چې افغانستان کوربه دی او د دې ترڅنګ زموږ د الف لوبډلې روزونکي او مشاوران، لوبڅاران او میچ ریفري هم افغانان وو.
د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو رسنیو ته ویلي، کرکټ الف لوبډله تر دې وروسته بیا له سریلانکا او ایرلنډ سره درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبې هم کوي.