ځاییلوبېلوبې خبرونه

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

افغان لوبډلې د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې وکولی شول چې خپله سیاله لوبډله په لوی توپیر ماته کړي

زېمبابوې چې د نړۍ په کچه په کرېکټ کې پیاوړې لوبډله لري، له افغانستان سره د ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو لوبلړۍ لري.

خو افغان لوبډلې په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې دغه لوبډلې ته ماته ورکړه.

افغانستان په دويمه شل اوريزه لوبه کې زېمبابوې ته د ۵۰ منډو په توپير ماته ورکړه. د دغو سياليو لومړنۍ لوبه زېمبابوې په څلورو وېکټو ګټلې وه.

دغه لوبې په کوم هېواد کې دي؟

د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سيالۍ د زېمبابوې په کوربتوب په هرارې کې ترسره کېږي.

افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه چې زېمبابوې ونتوانېده پوره يې کړي.

د افغانستان لپاره درويش رسولي د پنځوسيزې په بشپړولو سره تر ټولو ډېرې (۵۸) منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د ده تر څنګ عظمت الله عمرزي ۲۸، ګلبدين نايب ۲۶ او صديق الله اتل ۱۸ منډې جوړې کړې.

د زېمبابوې ټرېور ګوانډو او راين بورل دوه دوه لوبغاړي وسوځول او بلېسېنګ موزرباني يوه وېکټه واخيسته.

نور ولولئ: د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

نور ولولئ: افغانستان کرېکټ نړیوال ستوری راشد خان یو ځل بیا د ښو بالرانو د جدول په سر کې

بل پلو د افغانستان له لوري راشد خان دری، نوين الحق دری، مجيب الرحمان دوې، عظمت الله عمرزي يو او فريد احمد يو لوبغاړی وسوځاوه.

د زېمبابوې لوبډلې توپوهنه

د زېمبابوې لپاره سکندر رضا ۳۵ او براين بېنېټ ۲۷ منډې وکړې. له دوی پرته کوم لوبغاړی ونتوانېد چې د پام وړ منډې وکړي.

د افغانستان له لوري د راشد خان په مشرۍ رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، زبيد اکبري، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، درويش رسولي، ګلبدين نايب، مجيب الرحمان ځدراڼ، نوين الحق او فريد احمد ملک غوره شوي وو.

زېمبابوې د دريو شل اوريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه په څلورو وېکټو ګټلې وه.

افغان لوبډلې په ۲۰۲۳ او روان ۲۰۲۴ کال کې په نړیواله کچه خورا ښې لوبې وکړې او د پاکستان په شمول یې ډېرې قوي لوبډلې له پښو راوغورځولې.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د افغان لوبغاړو وړتیا په بې ساري کچه لوړه شوې او بل په لوبغاړو کې همغږي نهایت زیاته شوې ده.

د یادې ادارې په خبره، همدا لامل دی چې افغان لوبډله ښې لاسته راوړنې لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button