کرېکټ؛ د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش برخلیک نن ټاکل کېږي!
اړوند خبرونه:
ویرات کوهلي او نوین الحق د شخړې له کبله جریمه شوي
نوین الحق له نړیوال او ډي ای وروسته یو ورځینۍ لوبې پرېږدي
کرېکټ؛ افغانستان د اسیا دویم ځواک؟ د پاکستاني کپتان ځوابي مسکا
د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام په زړه پورې سیالیو کې نن ماښام یو تاریخي پړاو ته رسیږي! نن د افغانستان او سریلانکا ترمنځ یوه برخلیک ټاکونکې لوبه کیږي، چې یوازې د افغان اتلانو لپاره نه، بلکې د سریلانکا او بنګله دېش د بخت تارونه هم په همدې لوبه کې پټ دي. د کرکټ مینه وال دې د یوې نه هیریدونکې سیالۍ لپاره چمتو وي!
نن (پنجشنبه، د سپتمبر ۱۸مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یوه حساسه ورځ ده. که افغان لوبډله دا حیاتي لوبه وګټي، په مستقیم ډول به د روان جام نیمه پایلوبې ته لار ومومي. خو که خدای مه کړه ماته وخوري، نو دا به د دوی لپاره په دې جام کې وروستۍ لوبه وي. د هیواد اتلان به د بریا لپاره خپل ټول توان وکاروي.
د درېیو هیوادونو پیچلې سناریو
دا لوبه یوازې د افغانستان او سریلانکا ترمنض نه ده، بلکې د بنګله دېش امیدونه او ارمانونه هم له دې سیالۍ سره تړلي دي. دلته یو څو سناریوګانې دي چې نن یې تمه کیږي:
د افغانستان چټکه بریا، سریلانکا او بنګله دېش سره یوځای کیږي؟
که سریلانکا لومړی توپوهنه وکړي او د ۱۵۰ منډو هدف وټاکي، نو افغانستان باید په ۱۱.۴ اورونو یا تر هغه په کمه موده کې دا هدف پوره کړي. په دې حالت کې، سریلانکا به له سیالیو ووځي او افغانستان او بنګله دېش به دواړه نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي. دا به د افغان توپ وهونکو لپاره یو سخت خو ممکنه ننګونه وي.
د افغانستان لومړۍ توپوهنه او د بنګله دېش هیله:
که افغانستان لومړی توپوهنه وکړي او ۱۵۰ منډې جوړې کړي، نو بیا د بنګله دېش د مخته تګ لپاره سریلانکا باید ۸۴ منډې یا تر هغې لږې وکړي. دا سناریو د بنګله دېش مینه والو ته امید ورکوي چې لاهم په سیالیو کې پاتې شي.
د افغان لوبډلې سفر تر اوسه:
افغان لوبډلې په دې جام کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه په زړه پورې ډول وګټله. خو دویمه لوبه یې له بنګله دېش څخه په اتو منډو توپیر وبایلله، چې د ۱۵۵ منډو هدف یې پوره نشو کړای. دا ماتې افغان لوبډلې ته د نن ورځې لوبې اهمیت نور هم زیات کړی دی.
نن ماښام به د کرکټ په ډګر کې یو تاریخي او په زړه پورې ننداره وي. مینه وال دې د خپلو لوبډلو د بریا لپاره دعاګانې وکړي او د دې درې اړخیزې جګړې شاهدان پاتې شي. ایا افغانستان به خپل بخت پخپله ولیکي او نیمه پایلوبې ته به ورسیږي، که به نورې لوبډلې د افغان لوبډلې پر برخلیک اغیزه وکړي؟ وخت به یې ووایي!