سپورټ

کرېکټ؛ سبا جمعه به پاکستان له افغانستان سره مخامخ کېږي

اړوند خبرونه:

ویرات کوهلي او نوین الحق د شخړې له کبله جریمه شوي

نوین الحق له نړیوال او ډي ای وروسته یو ورځینۍ لوبې پرېږدي

د افغانستان متحده عربي اماراتو او پاکستان د درې اړخیزه لوبلړۍ سبا د افغانستان او پاکستان په لوبې پیلېږي.

د کرکټ درې اړخیزه لوبلړۍ په لومړنۍ لوبه کې افغانستان سبا(جمعه، د اګسټ ۲۹مه) له پاکستان سره سیالي کوي.

کرکټ بورډ د دغې لوبلړۍ او اسیا جام لپاره د راشد خان په لوبډلمشرۍ ۱۷ کلسیز نوملړ اعلان کړی دی.

په دغه نوملړ کې راشد خان لوبډلمشر ورسره رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدران، درویش رسولي، صدیق اتل، کریم جنت، عضمت‌الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، محمد اسحاق، شرف‌الدین اشرف، مجیب ځدران، الله‌محمد غضنفر، نور احمد، عبدالله احمدزی او فضل‌حق فاروقي شامل دي.

که څه هم په لومړنۍ نوملړ کې د نوین الحق نوم هم شامل وو، خو اوس ویل شوي چې د ډاکټر په مشورې نوین به په د درې اړخیزه لوبلړۍ کې ونه لوبېږي، خو د اسیا جام برخه به وي.

له دې سره افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ ملي لوبډلې ته یې د ایرلنډ کرکټ لوبډلې پخوانی الرونډر «جان موني» د ډګرساتنې د نوي روزونکي او د استرالیایی «نیرملان تنابالزینګم» یې د نوي فیزیوتراپېسټ یا ډاکټر په توګه وګماره.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام به د اته لوبډلو په ګډون په متحده اماراتو کې په سپټمبر کې پیل شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button