Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

لوبېلوبې خبرونه

کرېکټ نړيوال جام؛ د افغانستان له لوري پاکستان ته تاريخي ماته

افغان کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام سیالیو کې پاکستان ته تاریخي ماته ورکړه

د پاکستان دغه ماته د افغانانو لپاره لویه خوشالي او پر پاکستان ډېره سخته تمامه شوې ده ځکه د پاکستان دا تمه نه وه چې د افغانستان لخوا به په ۸ ویکټو ماته خوري.

پاکستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو په جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه، چې افغانستان د نهه څلوېښت اورونو په بشپړولو سره د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

نور ولولئ: د افغان کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی: د پاکستان د ماتولو هیله لرو

افغان لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د پاکستانۍ لوبډلې اووه لوبغاړي سوځولي و.

د افغان لوبغاړو جادوګر بالینګ

د افغانستان لپاره ورو توپ اچووونکي نور احمد لکڼوال په ۱۰ اورونو کې د ۴۹ منډو په ورکولو سره دری لوبغاړي وسوځول. د ده ترڅنګ نوين الحق دوه، محمد نبي او عظمت الله عمري يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

د پاکستان لپاره لوبډلمشر بابر اعظم ۷۴، عبدالله شفيق ۵۸، شاداب خان۴۰ او افتخار احمد ۴۰ چټکې منډې وکړې.

د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېر (۸۷) منډې وکړې. د ده تر څنګ رحمت شاه ۷۷ منډې او لوبډلمشر ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په دې بریا سره افغانستان د لومړي ځل لپاره پاکستان ته په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ماتې ورکړه.

د افغانستان او پاکستان تر منځ لومړۍ لوبه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، چې پاکستان وګټله. له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ شپږ نورې یو ورځنۍ لوبې وشوې، چې ټولې پاکستان وګټلې خو په شل اوریزو سیالیو کې یې دوه ځله له پاکستان سيالي ګټلې ده.

د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له لوبې وروسته په خبرو کې ټولو افغانانو ته د بریا مبارکي ورکړه او په راتلونکو سياليو کې يې د ښه لوبېدو هيله څرګنده کړه.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ سبا به نیوزیلنډ او افغانستان له یو او بل سره مخامخ شي

بل پلو د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم وايي، د افغانستان پر وړاندې ماتې خواشيني کړي. نوموړي وويل “زموږ توپ اچونه ښه نه وه، په منځنیو اوورونو کې مو ونشوی کړی چې وېکټې واخلو.”

نوموړي د افغانستان لوبډلې ته د بريا مبارکي ورکړه او زياته يې کړه، “افغان لوبغاړي نن ډېر ښه ولوبېدل.”

له دې وړاندې افغان لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړې او دا یې په روان نړیوال جام کې دویمه بریا شوه چې د افغانستان لپاره یې تر لاسه کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button