لوبې

رضوان د سوریا کمار ریکارډ مات کړ

پاکستاني توپ وهونکي محمد رضوان، چې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزه لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري، د درې اړخیزه لوبلړۍ په پایلوبه کې د هند سوریا کمار یادو ریکارډ مات کړ.

د پاکستان کرکټ لوبډلې ویکټ ساتونکی

د پاکستان کرکټ لوبډلې ویکټ ساتونکی توپ وهونکی محمد رضوان سږ کال په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی شو، هغه سږ کال په ۱۸ پاڼیو کې ۸۲۰ منډې جوړې کړې او د هند سوریا کمار یادو په ۲۳ پاڼیو کې ۸۰۱ منډې جوړې کړي دي.

نور یی ولوله | د افغانستان د مسایلو لپاره د نړیوالې ډلې له جوړېدو قطر دفتر هرکلی کړی

نور یی ولوله | قزاقستان کې د سیکا ناستې ګډونوالو په افغانستان کې پر ثبات ټینګار وکړ 

د نیوزیلېنډ په کریسټ چرچ

د نیوزیلېنډ په کریسټ چرچ کې د ترسره شوې درې اړخیزه لوبلړۍ په پایله کې رضوان ۱۹۶، بابر اعظم ۱۹۲ او د نیوزیلینډ ډیون کانوې په ۲۳۳ زیاتې منډې وکړې. محمد رضوان چې اوس هم د آی سي سي په درجه بندۍ کې په لومړي مقام کې دی، د نمرو شمېر یې ۸۵۳ دی، د هند سوریا کمار یادو ۸۳۸ نمرو سره دویم او بابر اعظم د ۸۰۸ نمرو په لرلو په درېیم مقام کې دی.

ياده دې وي چې رضوان تېر کال هم په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې جوړونکی لوبغاړی و او په ۲۰۲۱ کال کې يې په ۲۶ پاڼیو کې ۱۳۲۶ منډې جوړې کړې وې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button