ځاییکورني خبرونه

کمپاین کوونکي د ښځو د تعلیم مخنیوی غیر اسلامي بولي

د نجونو د زده‌کړو لپاره کمپاین کوونکي په افغانستان کې د ښځو پر مخ د تعلیمي مراکزو تړل غیر اسلامي بولي

په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو لپاره یو‌‌ځل بیا پر انلاین بڼه کمپاین پیل شوی چې په کور دننه او بهر په کې ګڼو خلکو برخه اخیستې.‌

په دې کمپاین کې د سړیو تر څنګ ښځینه دیني عالمانې هم برخه لري‌ او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غواړي‌ چې دې برخه کې پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.‌

دیني عالم ډاکتر عبدالهادي‌ وزین چې څو کاله وړاندې په افغانستان کې د ښوونځیو د نصاب جوړنې کمېټې غړی و،‌ وايي‌ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا “د ښځو د زدکړو مخنیوی غیر اسلامي کار دی” او د ده په ټکو هر څوک یې باید د “پرانیستو لپاره هڅې وکړي.”

د ښاغلي وزین په وینا، د ښځو پر زدکړو بندیز اوس پر داسې مساله بدل شوی چې “په مسلمانو هېوادونو کې د افغانستان لپاره د شرم سبب ګرځي.”

نوموړی وايي،‌ کله چې له افغانستانه بهر دیني عالمانو سره د نجونو پر زدکړو خبرې کوي “د شرم احساس کوي.”

نوموړی زیاتوي، د طالبانو حکومت د خپلې پرېکړې لپاره “هېڅ ډول شرعي دلیل نه لري.”

طالبانو د ۲۰۲۲ کال ډسمبر کې نجوني پوهنتون ته له تګ هم راوګرځولې

اوس څه باندې ۶۵۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي‌ تړلي دي‌.‌

همدارنګه نږدې ۶ میاشتې کېږي،‌ چې نجونې یې له پوهنتون هم راګرځولې دي.‌

د طالبانو لوړ پوړي مشران هم په دې برخه کې د خپل مشر پرېکړه ننګولي

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي هم څو میاشتې وړاندې یوې غونډې ته وینا کې د خپل مشرتاب پرېکړه ننګولې وه او د نجونو ښوونځیو تړل یې “غیر شرعي” بللي و‍.

خو د طالبانو د پوهني اوسني وزیر بامیانو ته د سفر پرمهال ویلي و، چې په افغانستان کې لا هم د نجونو ښوونځیو ته چاپیریال برابر نه دی.‌

ډاکټر ابراهیم شینواری چې د جمهوري حکومت پرمهال د پوهنې مرستیال وزیر و،‌ وايي د طالبانو هغه بهانه چې ګنې د کولتوري مسایلو له امله یې ښوونځي تړلي، “ناسم تعبیر دی.”

نور ولولئ: هرات کې ښځو او نجونو فني او حرفوي زده‌کړو ته مخه کړې

ښاغلی شینواری زیاتوي،‌ هغه مهال چې د پوهنې په برخه کې یې کار کاوه، آن د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې چې د طالبانو له مهمو مرکزونو بلل کېده، ځايي‌ خلکو یوه شخصي‌ ښوونځي‌ ته خپلې لوڼې استولې.‌

نوموړی وايي، د جمهوريت پرمهال څه باندې‌ ۹۰ زره ښځینه ښوونکو په ښوونځیو کې تدریس کاوه چې نژدې ټولې یې اوس پر کورونو کېنول شوې دي.

ښځو څو ځله کابل کې د دوی پر زدکړو بندیز خلاف احتجاجونه هم کړي دي

د دیني زدکړو عالمې عابده مجیدي چې د دغه کمپاین د پیل په انلاین غونډه کې یې خبرې کولې،‌ ټینګار کاوه چې پر ښځو او نجونو د زدکړو بندیز لپاره هېڅ ډول اسلامي‌ توجیه نشته.‌

نوموړې وویل ګڼ داسې “احادیث شته چې واکمن مجبوروي د ښځو او نجونو د زدکړو لپاره” فرصتونه برابر کړي، نه دا چې مخه یې ونیسي.

اغلې مجیدي وايي،‌ د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل “د دین په اړه د خلکو بد ګوماني پیدا کوي او ځوانان دین پرېږدي.”

د نجونو زدکړو لپاره د کمپاین بله غړې زرکه مالیار وايي،‌ موخه دا نه ده چې له کوم لوري سره “تضاد” وکړي، بلکې یوازې د زدکړو بشري‌ حق د تر لاسه کولو لپاره غږ پورته کوي.‌

اغلې زرکې بي بي سي‌ پښتو ویبپاڼې ته وویل،‌ د دوی د کمپاین غوښتنه دا ده چې د افغانستان اوسني واکمن دې د نجونو زدکړو په اړه پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي او دا انساني حق دې له ښځو نه اخلي.‌

د نجونو زدکړو لپاره کمپاین

د طالبانو حکومت بیا تل ادعا کوي چې د نجونو د زدکړو په اړه یې پرېکړې “لنډمهالې دي او مناسب چاپیریال ورته برابروي.”

خو لویه پوښتنه دا ده چې که دا تګلارې دایمي نه وي، ولې تېرو نژدې دوو کلونو کې دې ستونزې ته حل لار ونه موندل شوه؟

دا داسې پوښتنه ده چې د طالبانو هېڅ چارواکی یې ځواب ویلو ته چمتو نه دی.‌

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نږدې دوه اوونۍ وړاندې بي بي سي پښتو ته ویلي و چې‌ “دې برخه کې جوت پرمختګ نشته او اړوند اورګانونه پرې کار کوي.”

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button