نړۍ خبرونه

کناري ټاپوګانو ته نږدې د ۲۰۰ کډوالو د لېږدونکې بېړۍ ورکېدل

د اسپانیا کناري ټاپوګانو ته ور څېرمه د ۲۰۰ کډوالو لېږدونکې بېړۍ ورکه شوي ده

سمندري مرستندویانو له څو ورځو راهیسې د ورکې شوې بېړۍ لټون کوي. اسپانیا کې مرستندویان وايي د دغه هېواد کناري ټاپو ګانو ته څېرمه اوبو کې د یوې ورکې شوې بېړۍ په لټون بوخت دي‌، چې تر ۲۰۰ ډېر کډوال یې لېږدول.‌

د دې بېړۍ په اړه ویل شوي چې پر تری تم کېدو یې له یوې اوونۍ ډېر وخت اوړي.‌

د واکېنګ بورډرز په نوم مرستندویه ډلې ویلي، د کب نیوونکې دې بېړۍ د سنیګال سویل کې له کافونټاین ساحلي ښاره حرکت کړی و.

په دې بېړۍ کې ماشومان هم وو

د اسپانیا د افې خبري اژانس د رپوټ له مخې د دې بېړۍ په مساپرو کې ګڼ شمېر ماشومان هم دي.

رپوټونو کې ویل شوي چې دوه نورې ورته بېړۍ هم چې لسګونه کسان پکې سپاره دي، بې درکه شوې دي.

د اسپانیا سمندري مرستندویانو افې خبري اژانس ته ویلي چې د لټون دغو عملیاتو کې چورلکې هم مرسته کوي.

نور ولولئ: په لادرکه شوي اوبتل کې د ټولو سپرو کسانو د مړينې اعلان

د دوو نورو بې درکه بېړیو په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره شوي.

خو رویټرز خبري اژانس د واکېنګ بورډرز ډلې د یوې غړې ‘هلېنا مالېنو’ په حواله لیکلي چې له دوی په یوه بېړۍ کې ۶۰ او په بله کې ۶۵ کسان سپاره دي.

په دې توګه د دغو درېواړو ورکو شویو بېړیو د مساپرو ټول شمېر پر ۳۰۰ کسانو اوړي.‌

مدیترانې سمندر کې د کډوالو ورته مړینې

د مدیترانې سمندر کې د کډوالو د مړینې یوه ډېره مرګونې پېښه څو اوونۍ وړاندې هغه مهال رامنځته شوه چې د یونان سواحلو ته نږدې یې لېږدونکې بېړۍ ډوبه شوه.‌

د یونان سمندري ځواکونو تر اوښتلو وړاندې د بېړۍ دا عکس خپور کړی

د رپوټونو له مخې په هغې بېړۍ کې سلګونه کسان سپاره وو.‌

له دوی د ۷۸ کډوالو مړي موندل شوي، خو له ۵۰۰ ډېر نور یې لا هم تری تم دي.

دغه بېړۍ له لوېدیزې افریقا د اروپا په تکل خوځېدلې وه.

ناقانونه کډوال پر دې مرګونې لار ډېر وخت د کب نیوونې په کوچنیو بېړیو کې انتقالېږي.

دغه بېړۍ ډېرې خوندي نه وي او له سمندري څپو سره یې د اوښتلو امکان ډېر دی، خو قاچاقچیان بیا هم پکې تر ټاکلې اندازې څو برابره ډېر کسان پورته کوي.‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي تېر کال نږدې ۵۶۰ کسان د اسپانیا ټاپوګانو ته د رسېدو د هڅو په لړ کې مړه شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button