که طالبان د نجونو ښوونځي خلاص نکړئ، نړۍ سره به ېې رابطه ښه نه شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۳ (وري دریمه) په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د ځنډیدلو په غبرګون کې ویلي دي چې زده کړه بشري حق دی او امریکا د افغانستان له خلکو سره د کړیو ژمنو د نه عملي کیدو په اړه د طالبانو پلمې نه مني.
خو بیا د طالبانو حکومت: چې په نوې ښوونیز کال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو اوس وایي “هر کله چې په دې اړه د شرعیت، افغاني فرهنګ او رسم او رواج سره برابره جامع طرحه جوړه شي، ښوونځي به د ټولو نجونو پر مخ پرانیستل شي.” د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی انټوني بلینکن ویلي:”که د طالبانو دا پریکړه فورا فسخه نشي، دا به د افغانستان خلکو، د اقتصادي ودي لپاره د هغه هیواد لید او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کیدو په برخه کې د طالبانو هیلو ته جدي زیان ورسوي.”
ښاغلی بلینکن زیاته کړه: په ټول افغانستان کې د لیسې په کچه نجونې له درسي ټولګیو راګرځول شوي او هغوی ته ویل شوي چې تر ثاني امر پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي. نوموړې وویلی:”موږ د افغان نجونو او د هغوی د کورنیو تر څنګ ولاړ یو.” بلخوا د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټامس ویسټ ویلي دي چې د طالبانو په دې پریکړه ډیر خپه شوی دی.
ښاغلي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دا هغو تعهداتو سره “خیانت” دی چې طالبانو د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره کړي دي. ښاغلي زیاته کړې طالبان باید له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کیدو په هدف د نجونو پر مخ د ښوونځیو ورونه خلاص کړي.
نور یی ولوله | په افغانستان کې د ۴ ښځو په شمول ۱۱ خبریالان له منځه تللی
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند او د خپرونو رئیس عزیز احمد رایان ویلي دي چې د نجونو ټول متوسطه او لیسه ښوونځي به تر ثاني امر پورې ځنډیدلي. امریکایي سناتورې جین شاهین چې افغان میرمنو د حقونو ملاتړې ده د یوه ټویټ په کولو شدید غبرګون ښودلی او ویلي دي چې د یوه ښځینه سناتورې په توګه د طالبانو دا اقدام غندي.
هغې د یوې بیانې په خپرولو سره ویلي دي نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره ددې بې عدالتي او د افغان میرمنو د ازادیو او حقونو د دوامداره نقض په اړه حساب کتاب وکړي. تر اوسه طالبان د نړۍ د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت ندي پيژندل شوي او اکثریت هیوادونه د نجونو او میرمنو سره د طالبانو د چلند، د پخوانیو پوځیانو او دولتي چارواکو سره د ناوړه رفتار او د بشري حقونو د نقض د تورونو له امله په رسمیت د طالبانو پيژندلو ته زړه ندی ښه کړی. د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې وه، په خاص ډول میرمنې له کار کولو او زده کړو څخه بې برخې وې.