سات تيري

که مور خپل ماشوم ته تی ورنه کړي، شکره کېږي

نویو څېړنو په ډاګه کړې چې که مور خپل ماشوم ته تی ورنه کړي، نو د شکرې په ناروغۍ اخته کېدای شي

په نویو څېړنو کې په ډاګه شوې چې که چېرته میندې ماشومانو ته تی ورنه کړي، نو د شکرې پر ناروغۍ ددوی د اخته کېدو احتمال ډېر دی.

په دې څېړنه کې ټینګار شوی چې هره مور باید خپل ماشوم ته په کافي اندازه تی ورکړي او پر خپلو شیدو یې تغذیه کړي.

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

 breastfeeding
که مور خپل ماشوم ته تی ورنه کړي، شکره کېږي

په «جاما» طبي ژورنال کې خپره شوي څېړنه

د څېړونکيو په باور هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو تر یوه کاله تی ورکوي، د هغو په پرتله چې خپل ماشوم ته شپږ میاشتې شیده ورکوي او یا طبيعي خواړه ورکوي د شکرې خطرات نږدې نیم په نیمه را کمېږي.

په «جاما» طبي ژورنال کې خپره شوې څېړنه کاږي طبیعي شیدې ورکول نه یوازې ماشومانو ته ګټورې دي، بلکې د مېندو لپاره هم ډېرې روغتیایي ګټې لري.

نور ولولئ: جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه

نور ولولئ: عشقي اړیکې، جنسي تنده او ورته غریضې په کومو ټولنو کې ډېرې وي؟

نور ولولئ: د ورځنیو غوره جنسي اړیکو نیولو لپاره کوم خواړه مهم دي؟

امریکايي روغتیاپالان وايي، دا څېړنه یې په ۱۲۳۸تنه هغه مېرمنو کړې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۰ کلنو په منځ کې وو او په پایله کې ثابته شوه چې طبیعي شیدې یا تي ورکولو موده او د شکرې ناروغۍ د خطر کمېدلو تر منځ قوي اړیکه شته.

د ځینو لاملونو نه په ډاګه کېدل

دې څېړنې دا نه دي په ډاګه کړي چې ولې تر اوږدې مودې پورې شیدې ورکول کولای شي په شکره د اخته کېدو خطر راکم کړي.

ویل کېږي زیات شمېر مېندې د امېندواري پر وخت په شکره ناروغي اخته کېږي چې دغه یو عادي جریان دی او روغتیایي څارنې او سم غذایي رژیم ته اړتیا لري.

 breastfeeding2
که مور خپل ماشوم ته تی ورنه کړي، شکره کېږي

تر دې وړاندې یوې بلې څېړنې ثابته کړې وه چې مېندې کولای شي په طبیعي ډول ماشومانو ته تي ورکولو، په بدني تمرینونو، د وزن په کمولو او د ژوند د بڼې په بدلولو سره په بدن کې د شکرې له ناروغۍ سره سره د تیو «سینو» او رحم د سرطان مخه ونیسي.

پر دې سربېره په افغاني ټولنه کې د میندو تر منځ دا دود دی چې میندي ماشوم ته ډېر تی نه ورکوي، ځکه ددوی فکر داسې جوړ دی چې په دې کار سره کمزوري او ډنګره کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button