سات تيري

کورنی ژوند؛ د ښځې او خاوند تر منځ مینه

کورنۍ ژوند تر ټولو خوندور ژوند وي خو چې د ښځې او خاوند تر منځ مینه، او یو او بل ته احترام وي

کله فکر کوئ، چې مينې او محبت هېڅکله هم ستاسو د کور ور نه وي ټکولی؟ که داسې وي، نو سمدلاسه داسې اقدامات وکړئ، چې ددې ارام بښوونکي څيز د راتګ لپاره لاره هواره شي. مينه او محبت ځانته ځانګړې لارې او کړنلارې لري. مينه او محبت د خاوند او مېرمنېد ارامښت او خوښۍ سبب ګرځي.

هرڅومره چې کورنی چاپېريال له مينې او محبته ډک وي، نو د ښځې او خاوند ترمنځ اړيکې او عاطفه ډېرېږي.

مينه يانې ملاتړ کول، کله چې ښځه او مېړه د ژوند په سختو پړاوونو کې د يو او بل ملاتړ وکړي، نه يوازې دا چې پر اولادونو يې مثبت اغېزکوي؛ بلکې د ژوند اړيکې يې لاپسې غښتلې او دوامداره کېږي.

family life1

يوه دقيقه فکر وکړئ، ایا خپله مېرمن مو سره د ټولو تېروتنو منلې او قبوله کړې ده؟ مېرمنې سره رښتينې مينه دا ده چې هغه سره د ټولوخوبيانو او بديو ومنئ. منل او قبلول د زوجينو د اړيکې اساس ګڼل کېږي. که خاوند او مېرمن د يو او بل نيمګړتياوې ټولې ومني، نو دا دژوند د لا ښه والي لپاره لار هواروي.

له خپلې ښځې سره د مینې او ملګرتیا راز

که تل د دې په فکر کې ياست څو د خپلې مېرمنې خصوصي وسايل يا توکي وپلټئ، نو د خپل د اعتماد او باور ميزان ته مو بايد بياکتنهوکړئ. مينه يانې اعتماد، اعتماد يانې ژمنه او ژمنه يانې د زړه له تله د يو او بل منل. د خپلې مېرمنې د اعتماد د جلبولو لپاره ترټولو غورهلار دا ده چې وښيئ هغه د اعتماد وړ ده.

نور ولولئ: ښځه او خاوند باید څنګه یو او بل ته مینه ورکړي؟

نور ولولئ: د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار له نشتوالي د خصوصي شرکتونو مسوولانو اندېښنه

نور ولولئ: د ټوخي او زکام غوره کورنی درملنه

مينه يانې يو او بل ته احترام کول، دغه موضوع مو په خپل ژوند کې تر بل هرڅه ډېره مراعت کړئ. د يو او بل د احترام اړخونه پيدا او پرهغو تمرکز وکړئ. خپلې مېرمنې ته مو ووايئ، چې هغه تاسو ته يو محترم يا ښاغلی فرد دی. د رنګ او بوی احترام، ژوند ته بدلون ورکوي او حرمتونه حفظوي.

له خپلې ښځې ته خوږې خبرې وکړئ

د خپل ژوند شريکې سره له ژورو خبرو اترو کولو مه وېرېږئ، دا د ستونزو د لرې کولو تر ټولو ښه او مناسبه لار ده. مينه يانې، د توپيرونواو د يو او بل د مشترکو ټکو موندل او پيدا کول دي. مذاکرې کې به له يو څه تېرېږئ، څو بل څه ته ورسېږئ او په ژوند کې مو تعادل اوبرابري رامنځته شي.

family life

د زوجينو ترمنځ معمولا يوه لويه ستونزه دا وي، چې خپل احساسات او عواطف يو او بل ته په سمه توګه نه بيانوي. کله ناکله داسېڅرګندېږي چې ښځه او مېړه خپله مينه په نامناسبو عبارتونو کې بيانوي. ډېری زوجين دغه امر ته د ژوند په پيل کې پام کوي، خو وروستهورته دومره ارزښت نه لري. پکار ده چې د ژوند په ټولو پړاوونو کې ورته توجه وشي.

د مينې په اظهار کې بايد کومو ټکو ته پاملرنه وکړئ؟

د مينې په بيانولو کې د ښځې او سړي ترمنځ توپيرونه د پاملرنې وړ دي. نارينه د مينه ناکو خبرو او ډالۍ اخېستلو په مرسته مېرمنې ته دمينې اظهار کوي او ښځينه بيا په ښه پخلي او يا ښه کور کولو خپل خاوند ته د مينې اظهار کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button