سات تيري

کوم خوراک باید سهار مهال ونه خوړل شي؟

کوم خوراکونه چې د سهار لخوا یې پر نه خوړلو ټینګار شوی، نړۍ کې ډېر خوړل کېږي

په اکثرو شتمنو هیوادونو کې قهوه د تازه مالټې جوس او مستې هغه څه دي، چې عموماً د خلکو په سهارنۍ یا سبناري کې شامل دي. خو له بده مرغه که ځينې خوراکي توکي په خالي معده وخوړل شي، ډېر به ګټور نه وي.

هغه ډوډۍ یا خوراک چې خیمره په کې ګډه وي

4
4

هغه خوراکي توکي چې خمیره لري، د معدې قشر یا برسېرن پوښ تحریک کوي او ممکن چې د یاد یا نفخ د زیاتېدو سبب شي.

بل د سهار له خوا خواږه

3
3

د خوږو خوراکونو خوړل د انسولین اندازه زیاتوي، چې دا د پانقراص یا پانکراس کار زیاتوي. په تېره بیا له خوب څخه تر پاڅېدو وروسته، پایله یې دا ده چې ممکن د دیابت یا شکر له ناروغۍ سره مرسته وکړي.

لبنیات لکه مستې، شیدې او نور

5
5

د سهار له پلوه که مستې وخورئ، هایدرولیک اسید په معده کې پیدا کېږي، چې لاکتیک اسید او د معدې موجوده ګټورې باکتریاوې له منځه وړي، نو د د دې ډول محصولاتو خوړل په سهارنۍ کې د وجود لپاره کمي ګټې لري.

سره یا رومي بانجڼ

بانجڼ په لوړه کچه تانیک اسید لري چې د معدې اسید زیاتوي او همدارنګه ممکن د معدې د زخم لامل شي.

نور ولولئ: ۸ هغه عام خواړه چې الرجي لري

بادرنګ او نور شنه سبزیجات

خام سبزیجات د آمینو اسیدونو غټې منابع دي، خو بیا هم کولای شي د زړه د سوی، باد او نس درد سبب شي په ځانګړي ډول کله چې په سهارنۍ کې وخوړل شي.

کافي/ قهوه/ چای/ کیله

2
2

ځینې کسان کافي د سهار د چای په توګه څښي، خو که کافي په سبناري کې وخوړل شي، د ډیر کافئین د درلودو له کبله د معدې لپاره مضره ده، ښه به دا وي چې د کافي تر څښلو مخکې یو ګیلاس اوبه وڅښئ.

چای د نړۍ تر ټولو ښه او ډیر عام څښاک دی، خو څښل یې د سهار له پلوه د معدې اسید ډېروي او د اسید زیاتوالی د معدې په جدار باندې اغېز کوي او د هضمي سیستم (معدې) د زخم سبب کېږي.

نور ولولئ: هغه خواړه چې د مور شیدي ډېروي

که کیله د سهار له خوا وخورئ، کېدای شي په ډېره چټکۍ په وینه کې مګنیزیم زیات کړي چې په پایله کې یې کېدای شي زړه ته ضرر ورسوي.

خو په ډېرو ځایونو کې بیا ویل کېږي چې دا خوراکونه باید سهار وخوړل، خو دلته خبره ټوله په معده او هضم کې ده، نه په نورو برخو کې. مثلا: یاد خواړه کېدای شي وجود ته ډېر ګټور وي، خو دلته خبره یوازې او یوازې معدې ته په زیان رسولو کې ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button