سیاست

کونړ کې د قیمتي ډبرو د پلور له امله طالبانو ۴ میلیون افغانۍ تر لاسه کړي

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

کونړ کې د ٤٠ اعشاریه څلور میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.

دا ډبرې د ځايي طالب مسوولینو او سوداګرو په حضور کې وپلورل شوې چې له درکه یې څه باندې څلور میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته وسپارل شول.

د کونړ مرکز اسعداباد ښار کې د ښاروالۍ پر مټ د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پېر او پلور په موخه جوړ شوی مارکیټ کې د ګران بیه ډبرو ازاده داوطلبي ترسره شوه.

سیمه‌ییز  طالب مسوولین وايي، د دغې آزادې داوطلبۍ له لارې د ٤٠ اعشاریه څلور میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې چې د هېواد له بېلابېلو برخو کې په کې د ګران بیه ډبرو کارباریانو ګډون کړی وو.

د کونړ د کانونو او پټرولیم رييس، محمد شیرین وايي:( نن د ۴۰ اعشاریه څلور میلیونه افغانیو بولي وشوه او ډبرې په کې خرڅې شوې، چې اسلامي امارت خزانې ته ۴ میلیونه ۴۱ زره افغانۍ عواید جمع شول.)

دا مهال د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو کاروباریان له طالبانو د لازیاتو اسانتیاو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنې لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button