کپل شرما اوس ولې په ویلچیر کې ګرزي؟
کپل شرما اوس ولې په ویلچیر کې ګرزي د هندوستان مشهور کامیډي کوونکي اداکار پر ویلچیر د تګ سبب څرګند کړ.نوموړی د ډېر وخت راهیسې په ویلچیر کې ګرزي خو اوسمهال ډېری خلک دغه خبرې حیران کړي دي.او واي چې دومره روغ رمټ سړی څنګه یو دم ویلچیر کې ګرزي.
پرون ورځ ښاغلی کپل شرما د ممبیي په هوایي ډګر یا ایر پورټ په داسې حالت کې لېدل شوی و، چې هغه پر ویلچیر ناست وي او له هوایي ډکر ایرپورټ څخه ووځي او په دې دوران کې د رسنیو له راپور جوړونکو او له عکس اخیستونکو سره هم په جنجال شو او په غوسه یې ورته له مخې څخه د لېرې کېدلو وویل.خو بیا هم د رسنیو والا د مخ نه لرې نه شول او د نموړي عکسونه ېې واخیستل.
د ښاغلی کپل شرما پر ویلچیر د ناستې عکسونه او ویډیوګانې د نوموړي د مینوالو لخوا د اندیښې وړ وګرځېدې، خو اوسمهال کپل شرما یې د سبب په اړه له رسنیو سره خبرې کړي.که څه هم نوموړی یو کامیډین دی خو دغه وخت کې نوموړي سخت د غوصې اظهار وکړ او رسنیو واله ته ېې د مخ نه د لرې کېدو وویل.
له هندي ميډیا سره په خبرو کې کپل شرما ویلي، چې زه روغ جوړ یم او په جیم کې د ورزش پرمهال یې ملا زخمي شوې، چې په څو ورځو کې به ښه شي او له مینوالو یې مننه کړې، چې په اړه یې اندیښنه کړې ده.نوموړې ویلي اوسمهال ېې صحت د پخوا په پرتله ښه ده او وخت سره به نوره هم ښه شي.
هېره دې نه وي چې کپل شرما د هندوستان د مخکښو او مشهور کامیډي کوونکو اداکارتنو څخه دی او د هندوستان د مشهورې شو دی کپل شرما (The Capal Sharma Show) شوکوربتوب کوي، چې اوسمهال د ځینو سببونو له امله تړل شوې او په دې وروستیو کې د کپل شرما دویم ماشوم هم زېږېدلی.نوموړی د ښه کامیډین تر څنګ د ښه اخلاقو خاوند هم دی.