ځایی

ګلبدین حکمتیار بیا له اوسني استوګنځي لېږدول کېږي

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار وايي، ګلبدین حکمتیار له وزیر اکبرخان بل ځای لېږدول کېږي

د طالبانو لخوا د حزب اسلامي د ناقانونه اعلان شوي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمان ویلي چې پلار یې د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې له اوسني استوګنځي بل ځای ته د تلو پلان لري.

نوموړی چې له هېواده بهر مېشت دی او په وینا یې، له همدې امله پر طالبانو ډاډه نیوکې کولای شي؛ په یوه تازه مرکه کې دا خبره وکړه.

ګلبدین حکمتیار د طالبانو پر رژیم توندې نیوکې کوي

حبیب الرحمان روښانه نه کړه، چې پلار به یې کومې سیمې ته ولېږدیږي او آیا دا کار به د طالبانو په اجازه او په خپلو تدابیرو وکړي، که د طالبانو واکمن رژیم ورته داسې کوم بندوبست کړی.

هغه په عین حال کې بیا د طالبانو پر چارواکو توندې نیوکې وکړې او دواک به انحصار، له دین څخه په شخصي تفسیر، له اساسي قانون او د خلکو غوښتنو ته له غاړې اېښودو څخه په تېښتې او نورو تورونو یې تورن کړل.

نور ولولئ: طالبانو پر حکمتیار له بندیز وروسته د هغه د تلویزون خپرونې هم بندې کړې

نور ولولئ: له امریکا سره د طالبانو له نوي معاملې “ګلبدین حکمتیار” پرده پورته کړه

نوموړي دا هم وویل، چې د طالبانو له اصلاح کېدو او بدلیدو په قاطع ډول نهیلي دي او دلیل یې دا راوړ، چې ګواکې د دغې ډلې مشرانو نه ښار، نه پوهنتون او نه بل متمدن ځای لیدلی او یو مخ په داسې فضا کې ستر شوي، چې د بدلیدو احتمال یې، هغه هم په داسې عمر او شرایطو کې ممکن نه دی.

حبیب الرحمان حکمتیار د طالبانو پر وړاندې؛ تاسو واړه خلک فکر کوئ چې ملت مو فتح کړی

له دې سره، د حکمتیار زوی د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني یادونه د « حقاني شبکې» په نوم وکړه او ویې ویل، چې د نوموړي پلار او کورنۍ ټول له بېلابېلو لوریو سره ښې اړیکې لري او د ټولو په ګډون د افغانستان د قضیې حل او ګډون غواړي.

له پخواني کوره د حکمتیار اېستل

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، د جمهوري نظام له لوري حکمتیار ته له مخکیني ورکړل شوي کور څخه تر ایستل کیدو وروسته، د کابل په وزیر اکبرخان کې اوسنی کور هغه ته ورکړی.

حبیب الرحمان حکمتیار په خپله تازه مرکه کې په دې اړه چې آیا پلار یې او دوی به د طالبانو خلاف أخر د جګړې لاره غوره کړي کنه، وویل دوی په خبرو د ستونزو د حل پلویان دي او جګړه د حل لاره نه ګڼي، خو بیا هم د راتلونکي په اړه خبرې او پرېکړې تر ډېره له وخته مخکې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button