لوبې خبرونه

ګنوردني د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی وټاکل شو

ګنوردني د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی وټاکل شو.د سریلانکا پخوانی کیڼ لاسی توپ وهونکی ۴۴ کلن اویشکا ګنوردني د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکي په حیث وټاکل شو.

اویشکا ګنوردني د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۶۱ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د توپ وهنې ۲۸ اوسط سره ۱۷۰۸ منډې جوړې کړي او د دې ترڅنګ یې په شپږ ټېسټ لوبو کې ۱۸۱ منډې ترسره کړې دي.اویشکا له دې وړاندې د روزنې په برخه کې د څو کلنو لپاره د سریلانکا الف لوبډلې سره روزونکی و او په ۲۰۱۷ کال کې د سریلانکا ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکي په حیث وټاکل شو.

د کرکټ بورډ اداره
د کرکټ بورډ اداره

سریلانکایي اویشکا ګنوردني وروسته له هغې د افغانستان ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکي په حیث ګمارل کېږي، چې څو ورځې وړاندې د اسټرالیا ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی شان ټېټ د توپ اچونې د روزونکي په حیث وټاکل شو.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به په خپل کوربتوب په سریلانکا کې د پاکستان پروړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په لومړیو کې ترسره کړي

او همداراز په دې سره به د کورنیو روزونکو سربېره د ملي لوبډلې د مشر روزونکي دنده لانس کلوزنر، د توپ اچونې د روزونکي دنده شان ټېټ او د توپ وهونې د روزنې دنده به اویشکا ګنوردني پرمخ یوسي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button