لوبې خبرونه

ګوتم ګمبیر یو ځل بیا کرکټ ته مخه کړه

ګوتم ګمبیر د لوبې ډګر ته راستون شو

د هند کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی ګوتم ګمبیر څلورکاله وروسته یو ځل بیا د لوبو ډګر ته راستنېږي، هغه وایي، زه ډېر خوشحاله یم، چې په راتلونکي لیجنډز لیګ کې د لوبېدو موافقه کوم، د لوبې ډګر ته په بیا راستنېدو ډېر خوښ یم

نوموړی له شاوخوا څلورو کلونو وروسته کرکټ ته د راستنیدو تمرین کوي

د هند پخوانی اوپنر توپ وهونکی ګوتم ګمبیر به یو ځل بیا د کرکټ په ډګر کې د څلوریزو او شپږیزو په وهلو سره ولیدل شي. هغه له شاوخوا څلورو کلونو وروسته د کرکټ لوبو ته د راستنېدو لپاره تمرین کوي او په لیجنډز لیګ کې به له وریندر سهواګ سره پیلیزه توپ وهنه وکړي. ګمبیر، چې د ۲۰۰۷ کال نړیوال شل اوریز جام او د ۲۰۱۱ کال پنځوس اوریزه نړیوال جام کې د هند په بریا کې مهم ثابت شوی و، په دې لیګ کې به د پخوانیو لوبغاړو هربجن سینګ، محمد کیف او عرفان پټان سره یوځای لوبه وکړي

نور یی ولوله | افغانستان ایرلینډ ته شل اوریزه لوبه کې یو ځل بیا ماتې ورکړه

نور یی ولوله | جیکي چن خواړه نه ضایع کوي

په دې اړه ګوتم ګمبیر وایي، خوښ یم چې تاسو ته خبر درکوم چې ما د سپټمبر له ۱۷مې څخه په راتلونکي لیجنډز لیګ کې د ګډون لپاره (هو) وویل. زه خوشحال یم چې یو ځل بیا د کرکټ ډګر ته راستنېږم. دا به زما لپاره د ویاړ خبره وي چې بیا د کرکټ د نړۍ له سترو لوبغاړو سره لوبه کوم.

د لیجنډز لیګ کرکټ اجراییوي رییس رامان راجهجا په یوه بیان کې ویلي چې، هیڅوک د کرکټ په ډګر کې د ګمبیر ونډه نشي هیرولی. هغه خپل هیواد د نړیوال جام اتل کړ، دا چې هغه لیجنډز لیګ ته راغی نو د دغه لیګ تجربه به نوره هم ښه شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button