سات تيري

ګوري خان: دکرنطین پرمهال د پخلۍ شاه رخ خان په غاړه وو

ګوري خان: د کرنطین پرمهال د پخلۍ شاه رخ خان په غاړه وودهندي فلمونو د مشهور هنرمند شاه رخ خان مېرمن ګوري خان وايي، چې په کرنطین کې په کور کې د پخلي او پخلنځي ټولې چارې شاه رخ خان پر مخ وړل

د انډین ميډیا د راپورونو پر بنسټ، ګوري خان په خپله يوه مرکه کې ویلي چې په ګرځبندېز کې دوى له ويرې د بهر څخه ډوډۍ يا خواړه نه راغوښتل او د اخلي پخلي ټول کارونه شاه رخ خان په خپله غاړه اخيستې ووګوري خان او شاه رخ خان چې د ممبۍ ښار په (منت) کور کې ژوند کوي، له ګرځبندېز وړاندې ېې لور او زوى چې په امريکا کې يې زده کړې کولې، هم ممبۍ ته راغلي و او ټوله کورنۍ د ګرځبندېز پر مهال سره ګډ ژوند کاوه.

نوموړې په دغه مرکه کې د ګرځبندېز د وخت کيسې وکړې او وې ويل چې کله په هند کې ګرځبندېز اعلان شو، نو دوى د کورونا له ويرې له بهر څخه هېڅ خواړه نه راوړل ، په داسې وخت کې بيا د پخلي او پخلنځي ټولې چارې شاه رخ خان په غاړه اخیستې وې ، هغه به ډوډۍ او هر څه تيارول او موږ به نوشي جان کول.

هغې د خپلو بچو د کارونو په اړه هم په دغه مرکه کې بحث وکړ او وې ويل چې زوي اريان يې په امريکا کې د فلم جوړولو کورس بشپړ کړى دى، همدا راز لور سهانا خان يې بيا اوس خپلې زده کړې انلاين ترسره کوي، هغه د امريکا په نيويارک پوهنتون کې محصله ده.

اغلې خان همدا رنګه دا هم وويل، چې د کوچني زوي ابرام خان ښوونځى يې هم پرانيستل شوى دى او هغه هم اوس ښوونځي ته ځي.که څه هم د ګرځبندېز پر مهال په هند کې ټولې چارې په ټپه ولاړې وې، خو شاه رخ خان بيا هم په دې وخت کې له کوره ځينې ويډيوګانې جوړې او خپرې کړې وې. هغه يوه سندره هم ريکارډ کړې وه او د ځينو اعلاناتو شرکتونو لپاره يې کار کړی.

ګوري خان: د کرنطین پرمهال د پخلۍ شاه رخ خان په غاړه وو
ګوري خان: د کرنطین پرمهال د پخلۍ شاه رخ خان په غاړه وو

نوموړې د ښه اخلاقو خاونده ده او په ټولنیز ژوند باندې باور لري نوموړې ښه کوکنګ هم کولی شي هغه وايي چې کله اوزګاره وي نو ښه کوکنګ کوي.اغلې خان د نورو د ژوند چارو سره سره د خپل کشر زوي ابرام خان هم خیال ساتي او د هغه ارمانونه ورپوره کوي.نوموړې هره ورځ د نورو کارونو سره ورزش هم کوي او خپل ځان فټ ساتي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button