سات تيري

ګوینده: اوس مې احساسات په کنټرول کې دي خو غوسه رازي

ګوینده: اوس مې احساسات په کنټرول کې دي.د بالیووډ مشهور لوبغاړی یا هنرمند ګوینده وایي، چې اوسمهال ډېر غوسه ناک او تریخ شوی، په داسې حال کې چې مخکینی ګوینده ډېر ښه او پاک زړه والا وو.

ښاغلی ګوینده وایي چې د فلم په صنعت کې یې پر وړاندې دسیسه شوې، چې په سبب یې ورته په فلمونو کې د ښه کردار د لوبولو وړاندیز نه کېږي او د فلمونو په خپرولو کې یې خنډ رامنځته کوي.په یوه مرکه کې په ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ لسیزه کې د څو بریالیو فلمونو مرکزي اداکار وایي، چې نوموړی اوسمهال تر ډېره په سوداګریزو چارو کې بوخت دی او په احساساتي ډول د ستونزو حلول یې اوس عادت نه دی.

له ښاغلي ګوینده څخه چې کله وپوښتل شول، چې ایا اوس وخت پر روحانیت باور لرې، نو ګوینده ورته په ځواب کې وایي چې نه اوس مهال یې کیسه بل ډول ده او ډېر زیات غوسه ناک او تریخ شوی دی.نوموړی وای اوس نه پوهیږي چې څه وکړي.او څنګه خپل ځان کنټرول کړي.

هغه زیاتوي چې اوسمهال مجلسونو ته هم ځي، سګریټ او شراب هم څښي، لومړی به یې احساساتي طبیعت په لار کې د خنډ ذامل کېدو، خو اوسمهال بیا احساساتي طبیعت نه لري او د حالاتو سره سم ډېر عملي او په کاروباري ډول سره چلند کوي.

897731 6834721 govinda updates

د یادونې وړ ده چې ښاغلی ګوینده د یو ښه اداکار تر څنګ د ښه اخلاقو څښتن هم وو.نوموړی چې به هر وخت د خلکو سره کتل نو په اخلاقو ېې پېش امد ورسره کوه.ښاغلی ګوینده چې اوسمهال ېې عمر هم ډېر شو خو اوس ېې هغه جوش او جزبه نده پاتې.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button