کورني خبرونه

یونېسف : له څلور میلیونه ډېر افغان کوچنیان ښوونځي نه بې برخې شوی

 افغانستان  افغانستان

یونېسف وایی چی  له څلور میلیونو څخه زت  افغان کوجنیان ښوونځي ته له تلو بې برخې شوی ده ملګرو ملتونو کې د کوچنیانو  ملاتړ اداره یونېسیف مسوولین وايي له څلور میلیونو  څخه زیات  افغان کوچنیان  له تلو محروم دي.

یونېسیف په یوه ټویټر پاڼه  کې لیکلی  له زدکړو د محرومو افغان کوچنیان  له نیمايي زیات شمېر نجونې دي. د دې ادارې په پیغام کې ویل شوي  دوی په تېرو دریو میاشتو کې له۱۴۲ زره ډېرو کوچنیانو  سره مرسته کړي چې ښوونځیو ته لاړ شي او زدکړې وکړی. د ملګرو ملتونو د کوچنیانو  صندوق یونیسف لدی  وړاندی  د تېر سپتمبر پر اتلسمه چې طالبانو د هلکانو ښوونځي پرانیستل یوه بیان کې ویلی چی په افغانستان کې د نجونو د زده کړې راتلونکې په تړاو  ژوره اندېښنه ده  او وايي د نجونو ښوونځي باید بېرته پرانیستل شي

افغانستان کې د طالبانو له وکمنۍ څخه وروسته ښوونځي وتړل شو چې تر اوس مهال  په کور دننه او د نړیوالې ټولنې له پرلپسې غوښتنو سره سره د متوسطه او لیسې په کچه د نجونو ښوونځي لا هم تړلي 

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

همدا پرون پنجشنبه په کابل کې د شیعه او هزاره وګړو په هغه غونډه کې چې د طالبانو ملاتړ په هدف  رابلل شوې  ګډونوالو له طالبانو غوښتنه کړی  چې خپل حکومت ټولشموله کړي او ټولو ښځو  ته د زدکړو اجازه ورکړي

د طالبانو ویاند مرستیال بلال کریمي له دې غونډې سره هممهاله د طالبانو حکومت اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد  ویلی خویندې دې اطمنانی یی چې ښوونځي یې پرانیستل کېږي.

د ښاغلي کریمي په ټویټر پاڼه  کې لیکلی چی د دوی حکومت پر داسې چارو  کار کوي چې له اسلامي اصولو او ملي کټو سره برابر وي او له هغه  څخه وروسته به د خویندو ټول ښوونځي او تعلیمي ادارې پرانیستل شي

طالبان وايي دوی د نجونو د زده کړو خلاف ندی  او د ترانسپورټ، جلا ټولګیو، ښځینه ښوونکو او د ستر په برخه کې د شته ستونزو حلولو  سره به د هغوی ښوونځي هم بېرته پرانیستل شي. د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان یونسکو مسوولینو په وینا په ۲۰۰۱ کال کې د نجونو د زده کړو کچه په افغانستان کې ۱۷ سلنه وه خو اوس ۳۰ سلنې ته لوړه شوې .

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button