کورني خبرونه

یوه افغان مهاجر د سه شنبې ورځ په اندونیزیا کې خپل ځان ته اور اچولی

 انډونیزیا انډونیزیا

یوه افغان مهاجر د سه شنبې په ورځ په اندونیزیا کې خپل ځان  په اور سوځولی  . د مهاجرو په چارو کې يوه ځايي همغږي کونکي ويلي دي چې دغه افغان په دریم هیواد کې د اوسیدو  د څو کلن انتظار په غبرګون کې ځان ته اور اچولی.

    اندونیزيا کی ولې يوه افغان مهاجر ځان ته اور اچولی دی؟د فرانسې خبري آژانس په اړه هغه د سختو ټپونو له امله  روغتون ته لیږل شوی . د مهاجرو په چارو کې يوه ځايي همغږي کونکي محمد جمعه ویلی چې دغه افغان د اندونيزيا د سوماترا ټاپو په ميدان ښار کې د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د دفتر مخې ته ځان وسو‎ځول. نوموړی زیاته کړی  چې دغه ځای ته نور افغانان هم د لاریون په هدف راټول شوي.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

 چې ياد افغان هم په کې ګډون کړی وو. د ښاغلی  په خبره د وروستیو کلونو په بهیر  کې لږ تر لږه ۱۴ افغان مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړې او شپږو نور بیا  هم د ځان وژنې هڅه کړې . هغه د اندونيزيا له حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان څخه غوښتی  چې د دغو مهاجرو د ستونزو د هوارولو له پاره دې خپلې هڅې او کوښښ زیات  وکړی.

په اندونيزیا کې په زرونو مهاجر چې له نيمايي څخه ډير يې افغانان دي په یو دریم ځای هیواد  کې د اسیدو  له پاره په انتظار کې ژوند کوي او شپی ورځی سبا کوی  په داسې مهال کې چې د اندونیزيا حکومت بیا هغوی له قانوني کار کولو څخه منع کړی .

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ يوې وياندې  میترا سلیما سوریونا ویلی چې دغه سازمان پيښه له نژدې لیدلی اوویلی چی موږ پر دغې پيښې ډير انديښمن شوي يو موږ به د ستونزو د حل په هدف  له اړوندو خواو سره خپلو هڅو  او کوښښونو ته ته ادامه ورکړو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button