نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

یوې نجلئ د روسیې ولسمشر ته د واده پېشنهاد وکړ

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين چې د روسیې د يوه ښار څخه يې ليدنه کوله د جالب وړانديز سره مخ شو، پوتين د ایوانوو ښار ته د خپل سفر په مهال د ماشومانو د يوه روغتون په مخکې غوښتل د خلکو سره خبرې وکړي چې يو ناڅاپه يوې نجلۍ د بیروبار په منځ چيغه وکړه! زما سره واده کوې؟

پوتین د نجلۍ دغه جالب وړانديز ته وخندل او د نجلۍ څخه یې د هغه د نوم پوښتنه وکړه او ويې ويل؛ دې ښار ته هسې د ناوې ګانو ښار نه وايي. د ایوانوو ښار په روسيه کې د ناوې ګانو په ښار په مشهور دی، وروسته ولسمشر پوتين د دغه پېغلې نجلۍ سره انځورونه هم واخيستل.

دغه نجلۍ چې نوم یې يولیا شيلوا دی، وروسته د رسينو سره په خپلو خبرو کې وويل چې اته ويشت کلنه ده او ډېر زيات وخت کېږي چې پوتین يې خوښېږي، يوليا په ټولنيزو رسنیو کې د مارچ د اتمې ورځې د اتلې په توګه اعلان شوه، اته ويشت کلنه یولیا د ماشومانو په يوه تياتر يا تمثيل ځای کې کار کوي.

یولیا چې مجرده ده او تر اوسه په چا ميينه شوې هم نه ده، په خپلو خبرو کې وويل: مجرده یم، د خپل زړه څښتن مې تراوسه نه دی پيدا کړی، پوتین مې په دې صفت خوښېږي چې يوه ښه نارينه دی او د دې ترڅنګ يو ښه دولت مشر يا ولسمشر دى.

پوتين چې له دې جالبې پیښې وروسته د دغه ولايت د مسولينو او ځینو وکیلانو سره يوه غونډه درلوده، د خپلو خبرو په مهال د خندا په ډکه خوله وويل چې په ایوانوو کې ورڅخه يوې پېغلې نجلۍ د واده خواهش وکړ، پوتين په خپلو خبرو کې زياته کړه؛ نه غواړم بې مانا څه ووایم، خو په دې هم سترګې نه شو پټولی چې ایوانوو تل د ناويانو د ښار په نامه یاد شوی او نن دلته زما څخه هم خواهش وشو‌، ولسمشر پوتین د هغه نجلۍ په هکله چې ده ته يې د واده وړانديز کړی و وويل؛ چې يوليا به اوس دومره مشهوره شي چې ټوله روسيه به يې پېژني.

د روسیې ولسمشر ويلاديمير پوتين خپله مېرمن لري چې عمر یې ۳۵ کاله دی، تر دې وړاندې يې خپله پخوانۍ ښځه طلاقه کړې وه، د پخوانۍ ښځې ليودميلا سره پوتین دېرش کاله يو ځای وخت تېر کړی و خو کله چې ولسمشر شو د خپلې مېرمنې سره يې زيات وخت ګوزاره ونه کړه، میرمنې یې وروسته په يوه مرکه کې ويلي و چې پوتين د دې لپاره وخت نه درلود او زيات مشغول و، ځکه یې ورسره لارې بېلې کړې.

ایوانوو ښار په روسيه کې د ناويانو په ښار مشهور دی، دا يو تاريخي ښار دی، طبعي ښکلا يې او له دې ټولو هاخوا تر ټولو ښکلو نجونو یې دا ښار په روسيه کې يو بې مثاله ښار جوړ کړی دی، داسې باور کېږي چې د روسیې تر ټولو ښکلې نجونې د دې ښار دي، دا ښار د جامو د تولید يو مهم مرکز هم دی، دا سيمه په ۱۸۷۱ ميلادي کال کې د ښار مقام ته لوړه شوه او نن د روسیې يو د سياحت تر ټولو مشهور ښار دى.

په روسیه کې د نجونو شمېر تر نارينه و زيات دی، په دغه هېواد کې چې شاوخوا ۱۴۵ ميليونه خلک ژوند کوي تر نيمايي یې ډېرې نجونې دي، د نفوس د زيات والي سره سره د روسیې نجونې په ښکلا کې هم نوم لري، په دغه هېواد کې د بدرنګې نجلۍ پېدا کول ځانګړې هڅه غواړي، د همدې لپاره د نړۍ زيات خلک د ښکلو نجونو سره د وخت تېرولو لپاره دغه هېواد ته د سياحت لپاره ورځي او يا هم د روسي نجونو سره ودونه کوي. په روسیه کې ښکلې نجونې دومره زياتې دي چې نور خلکو ته عادي شوې دي، ځکه خو ډېری روسي نجونې د روسيې څخه وځي او په اروپايي يا نورو غربي هېودانو کې ژوند پیل کوي، ځکه هلته دوی تر ټولو ښکلې وي او زيات قدر یې کېږي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button