لوبې خبرونه

۲۰اوریز نړیوال جام کې د افغانستان غوره لوبه او د یوګانډا ستره ماته

یوګانډا ته افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ۱۲۵ منډو په لوی توپیر ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې خپله لومړنی لوبه کې په ستر توپیر بریا خپله کړه . په (سي) ګروپ کې د افغانستان لومړنۍ لوبه د یوګانډا خلاف وه، چې د ۱۲۵ منډو په توپیر افغانستان وګټله.

افغان لوبډلې په نننۍ سیالي کې لومړی توپوهنه وکړه، د ټولو ۲۰ اوورنو له لوبې وروسته یې پنځه وېکټې له لاسه ورکړې، ۱۸۳ منډې یې وکړې او یوګانډا ته یې د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

یوګانډا لوبډلې بیا په ۱۶ اورونو کې ایله ۵۸ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د افغان بالرانو بې سارې لوبه

فضل حق فاروقي د افغانستان له لوري تر ټولو کامیاب بالر ثابت شو، چې په ۴ اورونو کې یې یوازې د نهو منډو بدل کې پنځه وېکټې ترلاسه کړې.

راشد خان او نوین الحق دوې، دوې او مجیب الرحمان یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د یوګانډا لوبې پیل ښه نه و او د لوبې تر اتم اوور پورې یې یوازې د ۲۸ منډو بدل کې پنځه لوبغاړي له میدانه بهر شول. له دې پنځو لوبغاړو یو هم و نه توانېد د خپلو منډو شمېر دوه عدده کړي.

نور ولولئ: افغان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰اوریزه سیالۍ کې ایرلنډ مات کړ

نور ولولئ: د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

افغان بالرانو پرلپسې ویکټې ترلاسه کړې او یوګانډا لوبغاړو ته یې فرصت و نه کړ، چې تر ډېره میدان کې پاتې شي.

د ۱۳ اوور تر لوبې پورې یوګانډا د ۴۸ منډو بدل کې اته لوبغاړي له لاسه ورکړل.

رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان له لوري لومړی لوبه پیل کړه.

afghan (49)
د افغانستان له لوري د یوګانډا تاریخي ماته

د افغانستان توپوهنه

د افغانستان لومړۍ وېکټه د لوبې په ۱۵م اوور کې وغورځېده، چې ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ منډو له جوړولو وروسته د مسابا په توپ کلین بولډ وسوځېد.

ابراهیم له ۴۶ توپونو د یوې شپږیزې او نهو څلوریزو پر مټ ۷۰ منډې ترلاسه کړې.

ورپسې رحمان الله ګوربز هم د ۷۶ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. نوموړي له ۴۵ توپونو د څلور شپږیزو او همدومره څلوریزو دا منډې ترلاسه کړې.

د افغانستان د دوو لومړنیو لوبغاړو له سوځېدو وروسته نورو افغان لوبغاړو د منډو لړۍ روانه ونه شوه ساتلی او یو پر بل پسې وسوځېدل. په وروستیو ۶ اورونو کې افغان لوبغاړو یوازې ۳۱ منډې وکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځېدل.

داد افغانستان لومړنۍ لوبه وه چې په لوی توپیر یې وګټله.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button