۲۹ ولایتونو کې د باران اټکل؛ د سېلابونو خبرداری ورکړل شو

۲۹ ولایتونو کې د باران اټکل شوی او د هوا پېژندنې ادارې د ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، نن چهارشنبه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سخت باران، تالندې او سېلابونو احتمال موجود دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، خوست، پکتیا، غزني، بامیان، غور، هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان او بلخ د هغو ولایتونو له ډلې دي چې د ورښتونو اټکل پکې شوی دی.

۲۹ ولایتونو کې د باران اټکل سره د سختو بادونو احتمال هم شته
چارواکي وایي، په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ میلیمترو پورې رسېدلی شي.
همداراز د هېواد په مرکزي، شمالي، لویدیځو، جنوبي او ختیځو ولایتونو کې د سختو بادونو د لګېدو امکان هم شته.
د راپور له مخې، د بادونو چټکتیا ښايي په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومتره پورې ورسېږي.

وروستیو ورښتونو خلکو ته زیانونه اړولي
۲۹ ولایتونو کې د باران اټکل داسې مهال کېږي چې سږ کال په ګڼو ولایتونو کې سختو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
چارواکو له خلکو غوښتي چې د سېلابونو او سختو بادونو پر مهال له احتیاطه کار واخلي او د سیندونو او خطرناکو سیمو ته له تګ ډډه وکړي.




