نړیوال خبرونه

طالبان وايی چې پر ډیورنډ لیکې رامنځته شوې جنجال له دیپلوماتیکو لارو حل کوو

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د ډيورنډ کرښې په ځينو برخو کې د رامنځ ته شويو ستونزو په اړه غواړي له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند ښاغلۍ عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي، “په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ ليکې په ځينو برخو کې داسې پېښې شوې دي چې اړتيا يې راټوکولې تر څو د دواړو هېوادونو مسئولين د ستونزو د اواري په باب خبرې وکړي”.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ویلي وو، پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار بشپړولو هڅې يې روانې دي. ښاغلې دا څرګندونې تر هغه وروسته کړې وې، چې پر ډيورنډ کرښه د افغانستان غاړې ته د طالبانو له لوري د اغزن تار د بېرته کښلو ويډيوګانې خپرې شوې.

نور یی ولوله | ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې تر اوسه د طالبانو دولت په رسميت پېژندلو پړاو ته نه یو رسېدلي

ښاغلي قريشي هم په ځينو سيمو کې د دغه تار د لېرې کولو د پېښې حل له ډيپلوماټيکو لارو ياد کړی و. له څه مودې د افغانستان له بېلابېلو سيمو داسې ویډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو خپرېږي چې ادعا کېږی طالبان په کې د ډيورنډ پر کرښه لګول شوی اغزن تار کاږي او له ځانه سره يې وړي. په پاکستان کې د دغو ويډيوګانو تر خپرېدو وروسته پاکستانيانو په همدې پر خواله رسنیو خواشيني څرګنده کړې وه او خپل حکومت ته يې د طالبانو د ملاتړ پېغورونه ورکړي دي.

د يادونې وړه ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ډيورنډ کرښه ۲۴۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري او پاکستان څوکاله وړاندې پرې د کټارو او اغزن تار لګول پيل کړي. پاکستان ادعا کوي چې په دې پروژې يې زياتې پيسې لګولې دي او وايي د کرښې په اوږدو کې يې د غيرقانوني تګ راتګ د مخنيوي لپاره اغزن تار لګولی دی. له بلې خوا تر طالبانو وړاندې افغان حکومت هم د اغزن تار لګولو مخالفت کاوه. خو دا په افغانستان کې د طالبانو له واک ته راهيسې لومړی ځل دی چې اغزن تار لېرې کېږي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button