Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

دملګرو ملتونو دامنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت دیو کال لپاره تمدید کړ

په افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یو کال نور غځول شوی دی. له روسیې پرته د ملګرو امنیت شورا ټولو غړو په افغانستان کې د دغه ماموریت د غځېدو لپاره مثبته رایه ورکړې ده. ملګري ملتونو وايي په افغانستان کې د یوناما ماموریت د دې هېواد امنیت لپاره (خورا مهم) دی. د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د مرستو پر رسولو، د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او پر اوږدمهالې سولې او ثبات ټینګار شوی دی. په پرېکړه لیک د افغانستان پر بشري ناورین اندېښنه ښودل شوې او وايي ملګري ملتونه به د دې هېواد له خلکو سره مرستې روانې ساتي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي نمایندګۍ د یوناما ماموریت د غځېدو هرکلی کړی. د دې نمایندګۍ له ادرسه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی د یوناما د دغه ماموریت لپاره د ټاکل شویو لومړیتوبو ملاتړ کوي. بلخوا ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي په دې اړه له رای اچونې وروسته وویل د څو دلایلو له مخې یې د یوناما ماموریت د غځېدو پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه. هغه وویل د دغه پرېکړه لیک مخلیکنې د تدوین پر مهال مو هڅه وکړه چې د ملګرو ملتونو د دې مرستندویه ماموریت د کوربه په توګه د طالبانو حکومت لیدلوری هم پام کې ونیول شي، خو د ده په وینا هغو هېوادونو چې کلونه کلونه افغانستان کې ښکېل پاتې شوي، دا موضوع ونه منله. هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې د یوناما ماموریت باید واقع بینانه تعریف شي.

د روسیې سفیر وویل: “د واکمنو چارواکو (طالبانو) ملاتړ دې ته لار پرانزي چې یوناما وکړای شي په رغنده توګه خپل ماموریت بشپړ کړي او خپلو موخو ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو د پرسونل امنیت ډاډمنوي. او همدا راز دا چې له طالبانو سره د ځانګړو استازو دوامداره اړیکې مهمې دي.” هغه وویل د دغو مواردو نشتوالی د دې لامل کېږي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت او د ثبات لپاره نړیوالې هڅې اغېزمنې شي.

نور یی ولوله | طالبان: د هلکانو او نجونو ټول ښوونځي پرانیستل کیږي

دا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت چارې د یو کال لپاره غځول کېږي. خو په دې پرېکړه د طالبانو د حکومت یادونه نه ده شوې او له لویه سره ټینګار د مرستو پر رسولو او پر اوږدمهاله سوله دی. د امنیت شورا په پرېکړه کې په افغانستان کې د داسې حکومت پر جوړېدو هم ټینګار شوی چې د ټولو وګړو استازولي وکړي.

په پرېکړه لیک کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونه مهم بلل شوي او ویل شوي چې ښځو ته باید (مانا لرونکې) ونډه ورکړل شي. له تېر اګست راهسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، له څو ادارو پرته په نورو دولتي ادارو کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي.

له همدې امله د طالبانو پر حکومت پراخې نېوکې کېږي خو طالبان وايي (مناسب چاپیریال) ورته برابروي. یوناما له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او د جمهوریت پرمهال یې د ټاکنو د بهیرونو ترڅنګ د ولسي مرګ ژوبلي او بشري حقونو د حالت څارنه هم کوله.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button