لوبې

مایکل وان د بابر اعظم ستاینه وکړه

د انګلستان پخواني لوبډلمشر مایکل وان د اسټرالیا خلاف په دویمه او دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د بابر اعظم د غوره توپوهنې ستاینه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، بابر اعظم د اسټرالیا پر وړاندې د لوبلړۍ په دریمه کې خپله دویمه سلیزه ریکارډ کړه او ۱۰۵ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې.

په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د پاکستان د لوبډلمشر په زړه پورې ۱۱۴ منډو د کوربه لوبډلې سره مرسته وکړه چې په پنځوس اوریزه فارمیټ کې تر ټولو لوړ هدف ترلاسه کړي.

نور یی ولوله | یواځې یوه سلنه ماشومان په کابل کې له ګوزڼ واکسین څخه پاتې کیږي

بابر اعظم په دریو پاڼیو کې د ۱۳۸ منډو په اوسط ۲۷۶ منډو جوړولو سره د لوباړۍ غوره لوبغاړی هم اعلان شو. ۴۷ کلن مایکل وان په ټوېټر لیکلي چې یو ځل بیا بابر اعظم ډېر ښه لوبه وکړه او هغه یې غوره وباله.

دغه راز بابر اعظم په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو چټک توپ وهونکی شو چې په لږو لوبو ۱۶ سلیزې وهي. دغه ۲۷ کلن لوبغاړي په ۸۴ پاڼۍ دا کارنامه وکړه. دا ریکارډ تر دې مخکې د سویلي افریقا پخواني تکړه لوبغاړي هاشم املا سره و چې په ۹۴ پاڼیو کې یې ۱۶ سلیزې وهلې وې.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button