نړیوال خبرونه

ماسکو کي د افغانستان سفارت طالب استازي ته سپارل کيږي

په افغانستان کي واکمنې ډلې طالبانو ويلي دي چي روسيې يې يو ديپلوماتيک استازی منلی دی. دا لومړی ځل دی چي روسيه د طالبانو يو دپلوماتيک استازی مني.

د طالبانو د باندنيو چارو د وزارت يو وياند د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپرويل ۹نېټه) وويل چي روسيې په ماسکو کي د دغې ډلي يو دپلوماتيک استازی منلی دی. زياته سوې ده چي د طالبانو دغه استازي ته به په ماسکو کي د افغانستان سفارت په رسمي توګه وسپارل سي.

د طالبانو د وياند په خبره د دوی د استازي په رسميت د منل کېدو وروسته به د افغانستان پخوانی سفير خپل کار ختم کړي. زياته سوې چي د جمال غروال په نوم دیپلومات په ماسکو کي د چارو پر مخ بيوونکی دی.

نور یی ولوله | افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې کمي شوي

د انترفاکس خبري آژانس د راپور پر اساس د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف لږ موده مخکي د دې پخلی کړی ؤ چي ماسکو د طالبانو يو دپلوماتيک استازی مني. په نړيواله توګه تر اوسه پوري هيڅ هيواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

وسله واله طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کي په کابل کي واک ته ورسېدل. هغوی پر واک د راتلو راهيسي يو شمير بشري حقونه محدوده کړي دي. په دې ترڅ کي تر اوسه لا نجونو ته اجازه نه ده ورکول سوې چي له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته ولاړي سي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button