Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

بنټ: افغانستان کې د ښځو او نجونو منزوي کېدل په شدت سره روان دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي چې د افغانستان له ټولنې د ښځو او نحونو د منزوي کېدو لپاره هڅې په شدت سره روانې دي. د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي له افغانستان څخه تر سفر وروسته له امریکا غږ سره په مرکه کې د بشري حقونو د وضعیت له خرابېدو او د افغانانو وضعیت ته د نړۍوالې ټولنې د نه پاملرنې په اړه اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بنټ څرګندوي:«افغانستان د بشري حقونو له جدي کړکېچ سره مخ دی، کله نا کله د بشري کړکېچونو او حکومتوالۍ په اړه اورو نو د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا شونې ده دا پرېکړه کړې وي چې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره نوړې کړنلارې رامنځته کړي، له دې وضعیت سره چې د ښځو پر وړاندې تبعیض، له اساسي حقونو د هغوی بې برخې کېدل او له افغان ټولنې د ښځو د حذف کولو لپاره دوامداره هڅې روانې وي، فکر کوم دغه هېواد د ټول شموله حکومت له جوړولو ډېر لرې دی او ښایي ډېره موده ونیسي.»

د ملګروملتونو دغه لوړپوړي چارواکي په ترکیه کې د پخواني حکومت له یو شمېر چارواکو او سیاسي څېرو سره په لیدنه کې د امنیتي اندېښنو له امله پنجشېر، تخار او نورو ولایتونو ته د خپل سفر د محدودیتونو په اړه خبرې کړي. د پخواني حکومت د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي:«په پنجشېر کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي د دغه مورد د څېړنې لپاره پنجشېر ته سفر وکړي، خو د هغه په وینا امنیتي موردونه د هغه د سفر مخه نیولې ده؛ خو ویلي یې دي لېواله دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض مستند کړي.»

نور یی ولوله | ‘د وسلو او کېمیاوي توکو کارولو د روغتیا او کرنې برخه زیانمنه کړې

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون سرپرست محمد نعیم نظري هم وویل:«د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي څخه د بشري حقونو کمېسیون هیله دا ده چې د بشري حقونو د نقض موردونه، چې د طالبانو له خوا په رڼه توګه په بنجشېر او نورو ولایتونو کې شوي دي په بې پرې توګه وڅېړي او د هغه راپور ورکړي.» بل لور ته په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض د نړۍ د غبرګونو په دوام، د بشري حقونو نړۍوال څارونکي یو ځل بیا د بیان ازادۍ، له زده کړو د نجونو او کار له حق څخه د ښځو د لرې پاتې کېدو او دغه راز ښځو د پوښښ د څرنګوالي په اړه نیوکه کوي.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هیدربار څرګندوي:«داسې ښکاري چې طالبان عمیقاً په دې اړه فکر کوي چې ایا هغوی به د یو حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي، بندیزونه به ترې لرې شي او یا دا چې د هغوی پر ځینو مشرانو د سفر ممنوعیت به پر ځای وي، او دا د هېوادونو لپاره یو فرصت دی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د چلن له امله پر هغوی فشار راوړي او طالبانو ته ووايي که تاسو د دې ټولو غوښتونکي یاست، باید د ښځو د حقونو پر وړاندې ستر ګامونه پورته کړي.»   دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې ژمن دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button