نسیم شاه د افغان لوبډلې پر وړاندې مهم ریکارډ جوړ کړ
د افغانستان خلاف ریکارډ
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپ اچونکي نسیم شاه، چې اوس اوس یې نړیوالې شل اوریزې لوبې پیل کړي، د افغانستان پر وړاندې مهم ریکارډ ته ورسېده او شاهین افریدی یې شاته پرېښوده.
نسیم شاه تر ټولو ځوان چټک اچونکی شو چې په شل اوریزو لوبو کې ۵۰ ویکټې پوره کوي، نسیم شاه په ۱۹ کاله او ۲۰۴ ورځو عمر کې دغه بریا ترلاسه کړه او خپل ملګری لوبغاړی شاهین شاه شاته کړ. نسیم شاه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په مهمه لوبه کې افغان لوبډلمشر محمد نبي په صفر وسوځاوه او په دې سره دغه پاکستاني چټک توپ اچونکي په شل اوریزه کرکټ کې د ویکټو پنځوسیزه پوره کړه
نور یی ولوله | اسیا جام: نن د افغانستان او پاکستان شل اوریزه لوبه ترسره کیږي
نور یی ولوله | اسیا جام کې چا ډېرې شپږیزي وهلی؟
نسیم شاه تر ټولو ځوان تیز بالر شو
په دې سره نسیم شاه په شل اوریزه کړکټ تر ټولو ځوان چټک توپ اچونکی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې ۵۰ ویکټې پوره کوي. دا ریکارډ پخوا له شاهین شاه اپریدي وو، چې په ۲۰ کلنۍ کې یې دا کارنامې ترسره کړې وه.نوموړی د پرون راهیسي په دوو بالو دوه شپږيزو بلاندې ډېر مشهور هم شو..
د یادونې وړ ده چې د شاهین اپریدي په نه شتون کې نسیم شاه د پاکستان استازیتوب وکړ، چې دغه ځوان توپ اچونکي تر اوسه په اسیا جام کې په څلورو لوبو کې د ۱۶.۳۳ اوسط سره ۶ ویکټې اخیستي دي. نوموړی ښايي په اینده کې د پاکستان لپاره یو ښه بالر شي او د کامیاب ټیم لپاره ېې مهم پلیز ثابت شي