لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د هندوستان کرکټ غوره ليګ سياليو په دوام تېره شپه پنجاب کينګز لوبډلې راجستان رويلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ سياليو په اتمه لوبه کې پنجاب کينګز لوبډلې راجستان رويلس ته د پنځو منډو په توپير ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د اتمې لوبې پچه د راجستان رويلس لوبډلې لوبډلمشر سنجو سمسون وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پنجاب لوبډلې خپله توپ وهنه ډېره ښه پيل کړه، د دوی پيليز لوبغاړو ښه پيل واخيست، د شلو اورونو لوبولو ورسته يې د ۴ لوبغاړو په سوزيدو ۱۹۷ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې ۱۹۸ منډې هدف وټاکه.

د پنجاب لوبډلې له لوري لوبډلمشر شېکر دوان ۸۶ ناسوزيدلې، پربسیرمن سينګ ۶۰ او جيټيش شرما ۲۷ منډې وکړې.

د راجستان رويلس لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې جېسن هولډر دوه، رېوېچنډرن اشوين او يزوېنډرا چهال يوه-يوه ویکټ ترلاسه کړه.

پنجاب لوبډلې له ښې توپ وهنې وروسته خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه.

راجستان رويلس د هدف پوره کولو په نيت د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ميدان ته راښکته شوه

د راجستان رويلس لوبډلې له لوري لوبډلمشر سنجو سمسون ۴۲، شيمرون هيټماير ۳۶ او ډرو جورل ۳۲ ناسوزيدلې منډې وکړې چې په دې سره يې د ټولې لوبډلې منډې ۱۹۲ شوې او ونه توانيدل چې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړي او د ۵ منډو په توپير يې ماتې ومنله.

نور ولولئ: د روان کال IPL د راشد خان لپاره تر ټولو غوره خو د نبي او مجيب لپاره ښه نه وو

په توپ اچونه کې د پنجاب لوبډلې له لوري نټان اېلس د ۴ اورونو وروسته ۳۰ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي يې وسوزول، ارشډيف سينګ په ۴ اورونو کې ۴۷ منډې ورکړې او ۲ ویکټې يې ترلاسه کړې او هارپريټ برار په ۲ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او کومه ویکټه يې ترلاسه نه کړه.

راجستان رويلس لوبډلې د لوبې د وروستي اور له لوبولو سره-سره ونه توانيدل چې ټاکلی هدف ترلاسه کړي او د ۷ لوبغاړو په سوزيدو سره ۱۹۲ منډې وکړې.

ننۍ لوبې هم په زړه پورې دي او ډیر مینه وال ورته تلوسن دي

نن بيا د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې يوه لوبه ترسره کيږي چې کلکته نایټ رايډرز له رويل جلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي.

د هندوستان غوره ليګ سياليو نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو ترسره کيږي.

دغه لوبه د اډن ګارډنس په لوبغالي کې تر سره کيږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button