ژوند

د مسلمانانو د مشهورې خوشالۍ (کوچني اختر) لومړۍ ورځ

مسلمان په کال کې دوه مشهورې خوشالۍ لري، يوه يې کوچنی اختر دی او به يې لوی يا د قربانۍ اختر دی. دغه دواړې ورځې د مسلمانانو د يووالي، پخولاينې او يو بل منلو تر څنګ په بیلا بیلو بڼو لمانځل کيږي

کوچنی اختر د روژې مبارکې میاشتې له پای ته رسيدو سره پيليږي او معمولا درې ورځې دوام کوي.

سږنی کوچنی اختر د سعودي عربستان له خوا پرون ورځ شاوخوا ماښام ۶ بجې اعلان شو خو په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې بيا د شپې ناوخته څه باندې ۱۰ بجې نن ورځ (جمعه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

نور ولولئ: عام ولس: د امیرالمومنین اختریز پیغام کې په تمه وو چې د نجونو د ښوونځیو پرانستلو اعلان به وکړي

د اختر ورځې تر اعلان وړاندې د طالبانو د حج، ارشاد او اوقافو وزارت په يوه خبرتيا کې د سهار ۷:۳۰ بجې د اختر لمانځه وخت وټاکه او له ټولو هېوادوالو يې غوښتي و تر څو د اختر لمانځه لپاره د عيدګاه جوماتونو ته ولاړ شي.

نور ولولئ:د اختر په اړه ځينې اړين معلومات (afghannow.net)

کوچنی اختر په داسې حال کې په افغانانو رارسيږي چې د دغه هېواد وګړي لاهم د فقر سره په سخته مبارزه کې ښکېل دي او تر ۹۰ سلنه زيات خلک بيړنيو مرستو ته اړ دي.

بلخوا پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په يوه غږيز پيغام کې د کوچني اختر مبارکي ويلي ده او تر څنګ يې د طالبانو حکومت يو خفيه سازمان ياد کړی چې په وينا يې تر مخ پټي مشرتابه لاندې چليږي

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پر هغه څه کلکه اندېښنه ښودلې چې د ګډ افغان هویت د محوه کولو سنجول شوې هڅې بلل شوې دي.

ښاغلي غني جنګسالاران او طالبان دواړه د دغه بحران په پراخولو تورن کړي چې یو ترې د قوم په نامه ګټه پورته کوي او بل د افغانانو ګډو ملي ارزښتونو ته په سپکاوي ټولنه کې بېلتون راولي.

نور ولولئ:نن په هېواد کې د لوي اختر لومړی ورځ ده

ولسمشر غني د طالبانو نږدې دوه کلنه واکمني له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانستان د ماتې، سپکېدو او شاتګ پړاو بللی دی.

په ورته محال، بل پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د اختر مبارکۍ پيغام له خپلې ټويټر پاڼې خپور کړی دی. ښاغلي کرزي د پوهې په اهميت ټينګار کړی او هغه يې د ټولنې د پرمختګ لپاره مهم بللی دی

د ښاغلي کرزي په وينا که چيرې غواړو چې خپلواک، آباد او مترقي هېواد ولرو نو لازمه ده چې د هېواد بچيانو ( نجونو او هلکانو) تعليم ته اساسي او جدي پاملرنه وکړو.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایډن او ميرمنې يې هم مسلمانو ته د دغه ورځې مبارکي ويلې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button