ژوند

د نړۍ ډېر نفوس لرونکی هېوادونه کوم دي؟

د هېوادونو په آبادۍ او پرمختګ کې د وګړو شمېر ډېر مهم دی، خاصتا فعال او ځوان نفوس چې د تولید محرک بلل کېږي. په نړۍ کې د وګړو وېش متفاوت دی، په ځينو هېوادونو کې د وګړو شمېر د هغه هېواد تر منابعو ډېر دی خو برعکس په ځينو نورو هېوادونو کې بيا د هغه هېواد تر طبيعي منابعو د وګړو شمېر کم دی. موږ نن په دغه ليکنه کې هغه هېوادونه درپېژنو چې زيات نفوس لري

۱- هندوستان:

د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس هندوستان هېواد لري چې تېر کال له چين هېواد مخکې شو او لا يې هم د نفوسو د زياتېدو کلنۍ کچه لوړه ده. په هندوستان هېواد کې بېلابېل قومونه ژوند کوي او د هندوستان هېواد په پارلمان کې په ۱۰۲ ژبو خبرې کيږي چې د ډېرو قومونو په شتوالي دلالت کوي. هندوستان اوس مهال ۱،۴۲۶٫۰۸۵٫۲۲۶ تنه نفوس لري چې د ډېر نفوس لرونکو هېوادونو په سر کې ځای لري.

نور ولولئ: د نړۍ د کومو هېوادونو د نفوس د زياتېدو کلنۍ کچه لوړه ده؟

۲- چين:

چين د نړۍ دويم هېواد دی چې ډېر نفوس لري. چين څه موده وړاندې له هندوستان هېواد هم ډېر نفوس لرلو خو دوی د نفوس د کنټرول طرحه په ښه ډول عملي کړه او سږ کال يې هم د نفوسو ډېرېدو کچه ۰٫۱ وه. چين هېواد اوس مهال ۱٫۴۲۵٫۷۴۰٫۲۵۰ تنه نفوس لري چې د ډېر نفوس لرونکو هېوادونو په قطار کې دويم ځای لري.

۳- د امریکا متحده ایالات:

د امريکا متحده ايالات د نړۍ دريم هېواد دی چې زيات نفوس لري، د امريکا متحده ايالاتو ډېر وګړي هغه هېواد ته ورتلونکي مهاجر دي چې د بېلابېلو لارو او برنامو له لارې نوموړي هېواد ته ورځي. د امريکا متحده ايالات اوس مهال ۳۳۹٫۶۴۳٫۰۱۲ تنه نفوس لري.

۴- اندونيزيا:

د اندونيزيا هېواد د نړۍ په کچه ځلورم هېواد دی چې ډېر نفوس لري. په اندونيزيا هېواد کې اوس وخت ۲۷۷٫۰۹۲٫۷۳۰ وګړي ژوند کوي.

۵- پاکستان:

د پاکستان هېواد د ۲۳۹٫۷۸۳٫۳۷۵ وګړو سره د نړۍ پنځم هېواد دی چې زيات نفوس لري.

۶- نايجريا:

په نايجريا هېواد کې بيا اوس مهال ۲۲۲٫۷۸۳٫۳۷۵ تنه ژوند کوي چې د نړۍ په سطحه شپږم هېواد بلل کيږي چې زيات نفوس لري.

۷- برازيل:

په برازیل هېواد کې ۲۱۶٫۱۸۳٫۸۲۳ کسه ژوند کوي.

۸- بنګلديش:

په بنګلديش هېواد کې ۱۷۲٫۶۱۵٫۱۴۹ تنه ژوند کوي.

۹- روسیه:

په روسيه هېواد کې اوس وخت ۱۴۴٫۵۴۰٫۱۹۷ تنه ژوند کوي.

۱۰- مکسيکو:

په مکسیکو هیواد کې ۱۲۸٫۲۷۳٫۱۱۶ تنه ژوند کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button