د هندوستان غوره ليګ سياليو په دويمه نيمه پای لوبه کې ګجرات لوبډلې، ممبيي لوبډلې ته ماتې ورکړه
د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام، د دغه سياليو په دويمه نيمه پای لوبه کې ګجرات ټايټنس لوبډلې، ممبيي اينډينس لوبډلې ته ماتې ورکړه
د آی پي اېل سياليو د ۷۳ مې لوبې پچه د ممبيي اينډينس لوبډلې لوبډلمشر روهيت شرما وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د ګجرات ټايټنس لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه. د دوی له لوري شبمن ګيل، سای سنډرسن او لوبډلمشر هارډک پانډيا ښه توپ وهنه وکړه. ګيل په ۶۰ منډو ۱۲۹ منډې، سنډرسن په ۳۱ توپونو ۴۳ منډې او پانډيا په ۱۳ توپونو ۲۸ ناسوزيدلې منډې جوړې کړې. د ګجرات لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره ۲۳۳ منډې جوړې کړې، ۳ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۳۴ منډو هدف وټاکه.
نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ممبيي لوبډلې، لکنو لوبډلې ته ماتې ورکړه
د ممبيي اينډينس لوبډلې له لوري پېياش چاولا، اکاش مډهوال او کومار کارټيکيا ښه توپ اچونه وکړه. چاولا په ۳ اورونو کې ۴۵ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې وسوزولو، مډهوال په ۴ اورونو کې ۵۲ منډې ورکړې او يوه ویکټ يې ترلاسه کړه او کارټيکيا په ۲ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او کوم لوبغاړی يې له ډګره بهر نه کړ.
د ممبيي اينډينس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره لوبغالي ته راښکته شوه
د ممبيي اينډينس لوبډلې له لوري سورياکومار يادو، ټيلک وارما او کامرون ګرين ښه توپ وهنه وکړه. يادو په ۳۸ توپونو ۶۱ منډې، وارما په ۱۴ توپونو ۴۳ منډې او ګرين په ۲۰ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې. د ممبيي لوبډلې په ۱۹ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۷۱ منډې يې جوړې کړې او لوبه يې د ۶۲ منډو په توپير وبايلله.
نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې چينای لوبډلې، ګجرات لوبډلې ته ماتې ورکړه
د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري موهيټ شرما، راشد خان او محمد شمي ښه توپ اچونه وکړه. شرما په ۲٫۲ اورونو کې ۱۰ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي يې وسوزول، خان په ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او شمي په ۳ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې له ډګره بهر کړل.
نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه
د لوبې غوره لوبغاړی شبمن ګيل ونومول شو چې ښه توپ وهنه يې وکړه.
د آی پي اېل سياليو له پای لوبې هم خبر شئ
د هندوستان غوره ليګ سياليو پای لوبه د یکشنبې په ورځ د ګجرات ټايټنس لوبډلې او ممبيي اينډينس لوبډلې ترمنځ ترسره کيږي.