لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام تېره شپه ګجرات ټايټنس لوبډلې، رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې ته په ۶ ويکټو ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۷۰ مې لوبې پچه د ګجرات ټايټنس لوبډلې لوبډلمشر هارډک پانډيا وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې راجستان لوبډلې، پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه. د دوی له لوري ويراټ کوهلي، فاف ډوپليسېس او ميچل بريسول ښه توپ وهنه وکړه. کوهلي په ۶۱ توپونو ۱۰۱ ناسوزيدلې منډې، ډوپليسېس په ۱۹ توپونو ۲۸ منډې او بريسول په ۱۶ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې. بنګلور لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۹۷ منډې جوړې کړې، ۵ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه.

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري نوراحمد، راشد خان او ياش ډيال ښه توپ اچونه وکړه. احمد په ۴ اورونو کې ۳۹ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوزول، خان په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او يوه ویکټ يې ترلاسه کړه او ډيال په ۴ اورونو کې ۳۹ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د ګجرات ټايټنس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره لوبغالي ته راښکته شوه

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري شبمن ګيل، ويجای شنکر او ورينډمن ساها ښه توپ وهنه وکړه. ګيل په ۵۲ توپونو ۱۰۴ ناسوزيدلې منډې، شنکر په ۳۵ توپونو ۵۳ منډې او ساها ۱۴ توپونو ۱۲ منډې جوړې کړې. د ګجرات لوبډلې د لوبې په وروستي اور کې ورکړل شوی هدف پوره کړ، ۴ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې په ۶ وکټو ماتې ورکړه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې بنګلور لوبډلې، حيدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې غوره لوبغاړی شبمن ګيل ونومول شو چې ښه توپ وهنه يې وکړه

که تېره شپه رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې لوبه ګټلې وای ۴ غوره لوبډلو لړۍ ته يې لار موندله.

د آی پي اېل سياليو ۴ غوره لوبډلو ته ګجرات ټايټنس لوبډله، چينای سوپر کينګ لوبډله، لکنو سوپر جاينټ او مومبيي اينډينس لوبډلو لار وموندله.

نور ولولئ:د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ډهلي لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۴ غوره لوبډلو تر منځ لومړی لوبه د سه شنبه په ورځ د چينای سوپر کينګ لوبډلې او ګجرات ټايټنس لوبډلې ترمنځ ترسره کيږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button