لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې چينای لوبډلې، ګجرات لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام تېره شپه چينای سوپر کينګ لوبډلې، ګجرات ټايټنس لوبډلې ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته يې لار ومونده

د آی پي اېل سياليو د ۷۱ مې او لومړۍ نيمه پای لوبې پچه د ګجرات ټايټنس لوبډلې لوبډلمشر هارډک پانډيا وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د چينای سوپر کينګ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، د دوی له لوري ريټورج ګیکواډ، ډېون کانوې او رويندرا جديجا ښه توپ وهنه وکړه. ګیکواډ په ۴۴ توپونو ۶۰ منډې، کانوې په ۳۴ توپونو ۴۰ منډې او جديجا په ۱۶ توپونو ۲۲ منډې جوړې کړې. د چينای لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې، ۷ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري محمد شمي، موهيټ شرما او نوراحمد ښه توپ اچونه وکړه. شمي په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوزول، شرما په ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او نوراحمد په ۴ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د ګجرات ټايټنس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره لوبغالي ته راښکته شوه

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري شبمن ګيل، راشد خان او ډاسون شنکا ښه توپ وهنه وکړه. ګيل په ۳۸ توپونو ۴۲ منډې، خان په ۱۶ توپونو ۳۰ منډې او شنکا په ۱۶ توپونو ۱۷ منډې جوړې کړې. د ګجرات لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۵۷ منډې جوړې کړې، ټول لوبغاړي يې وسوزيدل او لوبه يې د ۱۵ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې راجستان لوبډلې، پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د چينای سوپر کينګ لوبډلې له لوري رويندرا جديجا، مهيش ټکشنا او ډيپک چهار ښه توپ اچونه وکړه. جديجا په ۴ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوزول، ټکشنا په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او ده هم دوه ويکټې ترلاسه کړې او چهار هم په ۴ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې له ډګره بهر کړل.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې بنګلور لوبډلې، حيدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې غوره لوبغاړی ريټورج ګیکواډ ونومول شو چې ښه توپ وهنه يې وکړه.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې د دغه سياليو په دويمه نيمه پای لوبه کې لکنو سوپر جاينټ لوبډله له ممبيي اينډينس لوبډلې سره لوبه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button