ژوندژوند او ټولنه

مڼه، چې خوړل یې معجزه کوي

مېوې د ویټامینونو او کاربوهايډرېټو ښې سرچینې دي. د مېوو دغه ګډه ځانګړنه د بدن په وده او پياوړتيا کې ډېره مرسته کوي.

دا چې مېوې د نړۍ تر ټولو خوندور خواړه دي، بې څه نه ده، ځکه د هرې مېوې د خوند تر شا د خدای (ج) یو حکمت نغښتی دی او هره مېوه په جلا ډول بېلابېلې ګټې لري. په دې لیکنه کې پنځه هغه مېوې درپېژنو چې په ټوله نړۍ کې موندل کېږي، خوړل یې په بدن کې معجزه کوي او روغتیا ته ډېره ګټه لري.

د مڼې خوړلو ګټې

یو پخوانی متل دی چې وایي، یوه مڼه وخورئ، هېڅکله به ډاکټر ته اړتیا و نه مومئ. مڼه د پکټین (Pectin) یوه ښه سرچینه ده او پکټین (Pectin) کولای شي د وینې کلسټرول یا LDL ښکته راولي. که د ورځې په لړ کې دوې مڼې وخوړل شي د وینې کلسټرول به ۱۶ سلنه ښکته راولي.

نور ولولئ: پیسته د موسمي ناروغیو ترڅنګ نورې ګټې هم لري

مڼه په لوړه کچه فایبر لري له همدې کبله، د مڼې خوړل د شکر لرونکو ناروغانو د وینې د بهیر په تنظیمولو کې مرسته کوي، د دې ترڅنګ د مڼې خوړل د وینې د قند د ناڅاپي ډېروالي مخه نیسي. په مڼې که شتهC ویټامین د مڼې له ډول سره تړاو لري، ځینې مڼې په پریمانه کچه C ویټامین لري.

د مڼې خوړل د بدن ۲۰ تر ۳۰ ګرامه فلیبر پوره کوي دا په‌ داسې حال کې ده چې د نورو لوړ فایبر لرونکو خوړو خوړل کولای شي انسان د زړه په ناروغۍ اخته کړي.

په مڼه کې د ویټامینونو او کالوري موجودیت

مڼه داسې مېوه ده چې هم ویټامینونه او هم معدني مواد لري، او یوه منځنۍ مڼه له پوستکي سره ۸۰ کالوري انرژي لري، نو تل هڅه وکړئ چې مڼه له پوستکي سره وخورئ، خو هېڅکله د مڼې زړي مه خورئ، ځکه چې د مڼې زړي په لږه کچه سیانیډ لري، سیانیډ هغه مواد دي چې د ونې له لارې مڼې ته دننه کېږي او د مڼې د خرابېدو مخنیوی کوي، که چېرې انسانان او حیوانات دغه دانه وخوري د دغو موجوداتو بدن دغه مواد له منځه وړي. هېر مو نه شي چې هېڅکله خوسا شوې مڼه ونه خورئ.

نور ولولئ: انساني روغتیا لپاره د وچو توتانو ګټې

د تازه مېوو خوړل زیاتې ګټې لري ځکه که یو څوک د نورو غیر صحي خوړو پر ځای د مېوو په پېرلو تمرکز وکړي نو هم یې ګټه ډېره ده او هم د نورو ګازي مشرباتو په پرتله زیات لګښت ورباندې نه راځي. موږ باید ډېره پاملرنه مېوو ته وې او ګټه ترې واخلو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button