سیمهسیمه‌ییز

د کابل امنیت لپاره د لسګونو زرو طالبانو ګمارل

طالبان وايي، د اختر شپو ورځو کې د امنیت د ټینګښت لپاره یې شاوخوا لس زره سرتېري ګمارلي

طالبانو ویلې چې دوی به د خلکو لپاره د ښه امنیتي چاپیریال برابرولو په خاطر شپه او ورځ هڅې کوي تر څو د کابل اوسېدونکې په ارامۍ سره اختر تېر کړي او کومه ستونزه ورته پېښه نه شي، خو شنونکي وايي، اوس که د داعش ویره نه وي، نو ولې په دومره لوی شمېر طالبان د کابل امنیت د ټینګولو په خاطر ګمارل کېږي. دوی زیاتوي، همدا د داعش شتون ښیي چې امنیتي تدابیر سختېږي.

د مرکزي قول اردو مرستیال

د ۳۱۳ مرکزي قول‌اردو مرستیال امین الله طیب وايي، که څه هم د ا.ا په واکمنېدو سره هېواد کې امنیت ټينګ شوی، خو په وینا یې، بیا هم هڅه کوي چې د اختر شپو او ورځو کې هېڅ امنیتي پېښه رامنځته نه‌شي.

هغه وویل: «د امنیتي تدابیرو لپاره چې د ذي‌الحجې له لومړۍ تراوسه چې دوه ورځې اختر ته پاتې دي، د کابل ټولو سیمو او ښار دننه، د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ګډ ځواکونه موظف شوي، څو هېڅ امنیتي ستونزه رامنځته نه‌شي.»

نور ولولئ: طالبان: خبریالان د “ملي امنیت ساتلو په موخه” نيول شوي وو

د نوموړي په وینا، د کابل ښار په کچه د پلټنې پوستې «چک‌پواینټونه» ډېر شوي او د اختر شپو او ورځو پر مهال به ټول امنیتي منسوبین پر خپلو دندو حاضر وي.

د ۳۱۳ مرکزي قول‌اردو مرستیال وویل: «د کابل ښار کې د لا ښه امنیت لپاره نږدې ۱۰زره سرتیري موظف شوي چې ټول به د اختر ورځو او شپو کې پر خپلو دندو وي او دې برخه کې هېڅ اندېښنه نشته او هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې له اندېښنې پرته د اختر ورځې ونمانځي.»

ایا له طالبانو سره د خلکو همکاري شته؟

امین‌الله طیب د امنیت ټينګښت برخه کې د خلکو له همکاري مننه کوي او وايي چې خلک په دوامداره توګه له امنیتي بنسټونو سره همکاري کوي او د خلکو له همکاري پرته د امنیت ټينګښت اسانه نه دی. خو شنونکي وايي چې خلک او طالبان واټن لري، نو دلته بیا همکاري ناممکنه ده.

د نوموړي په وینا، څه موده وړاندې یې د خلکو په همکاري د کابل ښار اړوند پل‌چرخي سیمه کې ځینې شکمن کسان هم ونیول چې خلکو یې د شکمنو فعالیتونو په اړه دوی ته خبر ورکړی و.

که څه هم طالبانو بار، بار په کابل کې د امنیت ډاډ ورکوي، خو په دې اړه چندان ډاډه نه ښکاري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button