نړۍ خبرونه

جوبایډن: اوکرایني ځواکونو ته کلاسټر او هاوېتزرس له وسلو ورکولو دفاع کوم

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بایډن وايي، موږ باید له اوکراین سره له همدغسې وسلو مرسته کړي وای

د ولسمشر بایډن ادارې له لوري اوس اوکرایین ته د وږیزو بمونو د ورکړې په اړه تمې ډېرې شوې. امریکايي ولسمشر، جو بایډن، ویلي چې دا پرېکړه ورته سخته وه، خو په وینا یې، اړینه ځکه وه چې له اوکراییني ځواکونو سره مهمات په خلاصېدو وو.

واشنګټن تر دې وړاندې ولسي وګړو ته د دغو بمونو د ګواښ له کبله له دې پرېکړې ډډه کوله او دا تازه ګام یې د بشري ټولنو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

نور ولولئ: ستولتنبرګ وايي د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی

دا چاودیدونکي توکي به د توپچي د مردکو په بڼه وي او «د هاوېتزرس» په نامه توپونو کې به د روسيې د ځواکونو پر ضد وکارېږي.

د «هاویتزرس» توپونه وارله مخه اوکرایین ته ورکړل شوي او اوکرایینی پوځ یې د جګړې په ډګر کې کاروي.

د توپ هره ګولۍ کې لسګونه بمونه

د توپ په هره ګولۍ کې لسګونه واړه بمونه ځای پر ځای شوي چې له توغېدو وروسته په پراخه ساحه یا سیمه کې خپرېږي. امریکا د دغه راز ګولیو پراخې زېرمې لري خو امریکايي پوځ د عراق له جګړې وروسته دا وسلې نه دي کارولي.

که له یوې غاړې اوکرایین ته د دغو وسلو ورکړه د جګړې د لا توندېدو لامل کېدای شي له بل اړخه یوه حقوقي پوښتنه هم را پورته کوي.

د بریتانیا، فرانسې او جرمني په ګډون څه د پاسه سلو هېوادونو دا وسله ناقانونه اعلان کړې او پر کارېدنه یې بندیز لګولی خو امریکا، روسیه او چین دغه تړون نه دی لاسلیک کړی.

له یادو وسلو د اوکراین د پارلمان یوه غړي هرکلی

د اوکرایین د پارلمان غړی اولېکسي ګونچرنکو هېواد ته یې د وږیزو بمونو د ورکړې هرکلی کوي او وايي دوی دغو وسلو ته اړتیا لري چې کېدای شي د جګړې په ډګر کې د اوکراییني ځواکونو په ګټه پاڼه واړوی.

نوموړی زیاتوي، ”اوکرایین له حقوقي پلوه حق لري چې دا وسلې وکاروي ځکه اوکرایین او امریکا دواړو پر وږیزو بمونو د بندیز تړون نه دی لاسلیک کړی. له اخلاقي پلوه موږ حق لرو چې ویې کاروو ځکه روسیه یې په براخه کچه کاروي او پر ما خپله څو ځله داسې ګولۍ توغول شوې چې وږیز بمونه یې خپاره کړي. ”

په خارکایېف سیمه کې د دې ډول بمونو له کارول کېدو وروسته رامنځته شوي نښانونه لیدل کېږي. (جویل ګونتر/بي بي سي)

د وږیزو بمونو له امله رامنځته کېدونکی خطر د دغې وسلې ضد فعالانو لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده، ځکه له توغونې وروسته ډېری دغه بمونه نه چاودي او وروسته ولسي خلکو ته لوی خطر جوړوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button