سیمه

ایران ایران وايي ۲۵ کاله وړاندې پر ایراني ډیپلوماټانو د طالبانو برید جنایت و

کابل کې د ایران سفارت ۲۵ کاله وړاندې پر ایراني ديپلوماتو برید یو نه بښونکی جنایت بللی دی

په کابل کې د ایران سفارت وایي، ۲۵ کاله وړاندې په مزارشریف کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ برید یو نه بخښوونکی جنایت و، او د دغه برید په کلکه غندنه کوو.

ایران د دغې پېښې پړه پر طالبانو اچوي او زیاتوي، چې ایرانیان به هېڅکله دغه غمیزه له یاده و نه باسي.

دا پیغام پر ټویټر خپور شوی دی

په کابل کې د ایران سفارت په خپلې ټوېټرپاڼه لیکلي دي، « ۲۵ کاله وړاندې په مزارشریف کې د ایران پر کونسلګرۍ ترهگریز برید شوی و چې په کې د دغې قونسلګرۍ ډیپلوماټان او یو خبریال وژل شوي وو.»
‏‎دغه سفارت د خپلو کارکوونکو د وژنې ۲۵م تلین په لمانځلو سره د دغه نه بخښوونکي جنايت د غندلو په ترڅ کې د دغې پېښې د نورو اړخونو د روښانه کولو په اړتيا ټينګار کړی.

نور ولولئ: د افغانستان بد حالات؛ پاکستان او ایران د افغانانو ملاتړ خپل مسئولیت بولي

دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د کابل او تهران ترمنځ د اوبو پر سر تاوتریخوالی زیات شوی، او د دواړو غاړو ترمنځ د پولې په اوږدو کې څو ځلې تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

ایران دا ځل بیا د اوبو یادونه کړې ده

ایراني چارواکو تل پر طالبانو تور پورې کړی، چې د کمال خان او کجکي په بندونو کې د اوبو پریمانه پریماني ده؛ خو طالبان دوی ته درواغ وایي چې ګواکې دغه بندونه د وچکالۍ له امله اوبه نه لري.

دا هم ولولئ:  ایران مهم امنیتي کسان له مخابراتي وسایلو له وصل لرې کړل

سره له دې چې د طالبانو حکومت تر دې مهاله هیڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو ایران تل په سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې ویلي، چې د طالبانو حکومت ټول شموله نه دی او مذهبي او قامي ‌‌‌‌‌‌ډلې له واکه بهر پاتې دي.

له څو مودې راهیسې د ایران د بهرنیو چارو وزارت او نورو ایراني چارواکو له لوري پر طالبانو ډېرې سختې نیوکې کېږي او طالبان ملامتوي چې دوی ته د کمال او کجکي بندونو کې د ایران حق ابه نه ورپرېږدي. شنونکي وايي پر طالبانو د ایران فشارونه واردول د اوبو له لانجې سرچینه اخلي، خو طالبان وايي چې دوی د ۱۳۵۱ کال معاهدې له مخې بحثونو ته چمتو دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button